f3347b41-02d1-408d-8602-ed6816e6f8ab

کندهار نښتې؛ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۳۷ کسان ژوبل او ۴ وژل شوي

neshananews

29 July 2021

روغتياپالان وايي، په کندهار کې د تېرو ۴۸ ساعتونو په جريان کې ۴۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

د کندهار ميرويس حوزوي روغتون مسوولینو نن پنجشنبه ( د زمري ۷مه ) نشانه خبري اژانس ویلي؛ په تيرو ۴۸ ساعتونو کې یاد روغتون ته ۴۱ کسان ور وړل شوي چې ۳۷ ټپيان شوي او ۴ وژل شوي دي.

د روغتياپلانو په خبره په مړو او ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم دي.

ددوی په خبره مړي او ټپيان  له بېلابېلو سیمو ۱۵ حوزې، میرویس مېنې، کولچ اباد، ډنډ، دامان، ژړۍ، حاجی عرب، او زابل ولايت څخه راوړل شوي دي.

ياده دې وي د کندهار ښار په څنډو کې له تېرو ۱۷ ورځو راهيسې د طالبانو او  افغان ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده، چې زيات قربانيان يې ملکي وګړې دي؛ خو ملکي کسان له دولت او وسلوالو طالبانو غواړي چې د دوی ژوند ته دې پام وکړي.