balkh

په بلخ کې یو موټربم موخې ته تر رسېدو وړاندې چاودلی

neshananews

17 June 2021

کورنیو چارو وزارت وايي، په بلخ کې یوه موټربم موخې ته تر رسېدو وړاندې چاودنه کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن (پنجشنبه،و د غبرګولي ۲۷مه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې موټربم تېره شپه د دولت‌اباد ولسوالي د پولیسو قومنداني ته څېرمه چادونه کړې. هغه دا موټربم د طالبانو پر لاس چمتو شوی بولي.

ارین وايي، بریدګر غوښتل د دولت‌اباد ولسوالي د پولیسو قومندامنۍ ودانۍ په نښه کړي؛ خو امنیتي ځواکونو ځانمرګی موخې ته تر رسېدو وړاندې په نښه کړی او موټر یې چاودنه کړې. د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چاودنه د خلکو د اوسېدو یوه ځای ته نږدې شوې، چې د سیمې خلکو ته یې هم زیان اړولی دی. ارین په دې چاودنه کې د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې یوه اوونۍ مخکې د یاد ولایت بلخ ولسوالي په ورته بڼه په نښه شوې وه، چې په پایله کې یې دوه نظامیان وژل شوي وو او اتلس تنه نور ټپیان شوي وو.