کرونا----

په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ٢٧ تنه له کرونا مړه شوي

neshananews

01 August 2021

عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا  ٢٨ ناروغان له کرونا مړه شوي.

عامې روغتیا وزارت نن یکشنبه (د زمري ١٠مه) اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ٢ زره ٥٤٨ شکمنې پېښې کتل شوې، چې له کتل شویو پېښو څخه یې ٤٨٤ مثبتې دي.

 په یاده موده کې ١زر ٣٤١ تنه له کرونا روغ شوي.

له دې سره په هېواد کې د کرونا د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ١٤٧ زرو ٩٨٥ ته رسېدلی. له دې ناروغانو څخه ٦ زره ٧٧٤ مړه شوي دي.