کرونا (1)

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د کرونا ۹۶ مثبتې پېښې ثبت شوې

neshananews

07 September 2020

عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۹۶ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره سم په هېواد کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۴۹۴ ته رسېدلی دی.
روغتیا وزارت نن (دوشنبه، وږی،۱۷) ویلي، چې له ثبت شویو پېښو څخه یې ۵۶ په بلخ، ۸ په کابل، ۷ په دایکندي، ۷ په هرات، ۵ په غور، ۴ په غزني، ۲ په کندهار، ۲ په ننگرهار، ۲په بغلان، ۲ په هلمند او یوه په نیمروز کې ثبت شوې.
عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو په هرات، ننګرهار او بلخ کې درې تنه له کرونا مړه شوي او په ټول هېواد کې شل تنه له کرونا روغ شوي دې. له دې سره په هېواد کې له کرونا د ټولو مړو شویو شمېر ۱۴۱۵ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر ۳۱۰۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې عامې روغتیا وزارت د کرونا ۴۷۸ شکمنې بېلګې کتلې دي.