په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۲۶ مثبتې پېښې ثبت شوې
عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۲۶ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره سم په هېواد کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۵۲۰ ته رسېدلی دی.
روغتیا وزارت نن (سه شنبه، وږی،۱۸) ویلي،
چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۳ تنه له کرونا مړه شوي او په ټول هېواد کې ۱۵۸ تنه له کرونا روغ شوي دې. له دې سره په هېواد کې له کرونا د ټولو مړو شویو شمېر ۱۴۱۵ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر ۳۷۱۵ تنو ته رسېدلی دی.
که څه هم روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس کچې د ټیټېدو خبر ورکوي؛ خو د یاد ویروس د دویمې څپې د خپرېدو وېره هم شته.