ویروس کرونا

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴۸ تازه پېښې ثبت شوې

neshananews

16 August 2020

عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴۸ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره سم په هېواد کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷۵۹۹ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ په دوی کې ۱۵ تنه په غور، ۵ تنه په دایکندي، ۵ تنه په کندز، ۵ په تخار، ۴ تنه په کابل، ۴ تنه په هرات، ۴ تنه په بامیان، ۲ تنه په بادغیس، ۲ تنه په نورستان، ۱ تن په بغلان او ۱ تن په لغمان کې پر کرونا اخته شوي.
روغتیا وزارت نن (یکشنبه ، زمری، ۲۶) ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه تنه له کرونا مړه شوي او ۵۷ تنه ترې روغ شوي دي.
له دې سره په هېواد کې له کرونا د ټولو مړو شویو شمېر ۱۳۷۵ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر ۲۷۲۲۳ تنو ته رسېدلی دی.