په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا د مړینې پېښه نه ده ثبت شوې
عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره سم په هېواد کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۳۲۴ ته رسېدلی دی.
روغتیا وزارت نن (شنبه، وږی،۱۵) ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېڅ کس له کرونا نه دی مړ شوی؛ خو ۳۶۹ تنه له کرونا روغ شوي دې.
په هېواد کې له کرونا د ټولو مړو شویو شمېر ۱۴۰۹ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر ۳۰۰۷۷ تنو ته رسېدلی دی.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې عامې روغتیا وزارت د کرونا ۲۳۱ شکمنې بېلګې کتلې دي.