Coronavirus_©-Barbz32-_-Dreamstime.com_

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو تن له کرونا مړ شوی

neshananews

15 August 2020

عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره سم په هېواد کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷۵۵۱ ته رسېدلی دی.

روغتیا وزارت نن (شنبه ، زمری، ۲۵) ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱ تن له کرونا مړ شوی. له دې سره په هېواد کې له کرونا د ټولو مړو شویو شمېر ۱۳۷۰ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر ۲۷۱۶۶ تنو ته رسېدلی دی.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې عامې روغتیا وزارت د کرونا ۱۰۵ شکمنې بېلګې کتلې دي.