په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا۶۳ ناروغان مړه شوي
عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۶۳ناروغان مړه شوي. عامې روغتیا وزارت نن شنبه (د غبرګولي۳۱) اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ۶ زره ۱۹۷شکمنې پېښې کتل شوې، چې له دوی څخه یې ۱ زر ۹۶۷ مثبتې دي.
له دې سره په هېواد کې د کرونا د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ۱۱۱ زرو ۵۹۲ ته رسېدلی. له دې ناروغانو څخه ۴ زره ۵۱۹ مړه شوي دي.