قالین

په لغمان کې د غالۍ اوبدلو بازار ښه شوی

neshananews

20 June 2021

د لغمان ولایت د کلیو او پراختیا ریاست په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې ۳۷۰ بېرته راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د غالۍ اوبدلو خام مواد او کار خونې جوړې کړې دي، چې په تېره یوه میاشت کې د دغه غالۍ اوبدونکو له لوري ۲۷ دانې غالۍ تولید او بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شوې دی.

دغه پروژه چې د کلیو بیارغاونې او پراختیا وزارت له خوا هېواد ته د بېرته راستنو شویو کډوالو د تشبثاتو د پراختیا لپاره په لاره اچول شوې ده، تر اوسه یې د بازار له غوښتنو سره سم په تېره جوزا میاشت کې د ۲۵۳۲۹۹ افغانیو په ارزښت ۲۷ بېلابېل ډوله غالۍ بازار ته وړاندې کړې او په مناسبو قیمتونو خرڅې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې هم د غالیو اوبدلو صنعت دود دی. ډېری مېرمنې د ورځنیو چارو تر څنګ د غالۍ جوړولو پر صنعت بوختې دي، تر څو د خپلو کورنیو د اقتصاد په ښه والي کې ونډه واخلي.