کرونا (1)

په هېواد کې د کرونا ۱۰۲ تازه پېښې؛ په ۲۴ ساعتونو کې ۲ تنه له کرونا مړه شوي

neshananews

20 August 2020

عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۰۲ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره سم په هېواد کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷۸۶۱ ته رسېدلی دی.
روغتیا وزارت نن (پنجشنه، زمری،۳۰) ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲ تنه له کرونا مړه شوي او ۳۶۵ کسان ترې روغ شوي دي. له دې سره په هېواد کې له کرونا د ټولو مړو شویو شمېر ۱۳۸۵ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر ۲۷۶۵۵ تنو ته رسېدلی دی.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې عامې روغتیا وزارت د کرونا ۳۶۸ شکمنې بېلګې کتلې دي.