په هېواد کې د کرونا ۴۰ تازه پېښې؛ په ۲۴ ساعتونو کې ۲ تنه پر کرونا مړه شوي
عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره سم په هېواد کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷۷۵۹ ته رسېدلی دی.
روغتیا وزارت نن (چهارشنبه، زمری،۲۹) ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲ تنه له کرونا مړه شوي او کوم کس ترې روغ شوی نه دی. له دې سره په هېواد کې له کرونا د ټولو مړو شویو شمېر ۱۳۸۳ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر ۲۷۳۱۶ تنو ته رسېدلی دی.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې عامې روغتیا وزارت د کرونا ۱۶۲ شکمنې بېلګې کتلې دي.