په هېواد کې د کرونا ۴۳ تازه پېښې؛ په ۲۴ ساعتونو کې ۴ تنه پر کرونا مړه شوي
عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴۳ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره سم په هېواد کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷۷۱۹ ته رسېدلی دی.
روغتیا وزارت نن (سه شنبه، زمری،۲۸) ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ تنه له کرونا مړه شوي او ۴ تنه ترې روغ شوي. له دې سره په هېواد کې له کرونا د ټولو مړو شویو شمېر ۱۳۸۱ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر ۲۷۳۱۶ تنو ته رسېدلی دی.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې عامې روغتیا وزارت د کرونا ۳۸۴ شکمنې بېلګې کتلې دي.