کرونا-1-880x550

په هېواد کې د کرونا ۷۷ تازه پېښې؛ په ۲۴ ساعتونو کې ۲ تنه پر کرونا مړه شوي

neshananews

17 August 2020

عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره سم په هېواد کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷۶۷۶ ته رسېدلی دی.
روغتیا وزارت نن (یکشنبه، زمری،۲۷) ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲ تنه له کرونا مړه شوي او ۸۹ تنه ترې روغ شوي. له دې سره په هېواد کې له کرونا د ټولو مړو شویو شمېر ۱۳۷۷ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر ۲۷۳۱۲ تنو ته رسېدلی دی.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې عامې روغتیا وزارت د کرونا ۴۵۸ شکمنې بېلګې کتلې دي.