peshgoftar-shahnama

په کرنټیني ورځو کې پخوانی ادب او فرهنګ

neshananews

26 April 2020

که څه هم د انسان ژوند له روانې ټکنالوژۍ سره ډېر بدل شوی دی. انسان ته یې ګڼ شمېر اسانتیاوي برابرې کړې؛ خو تر څنګ یې ډېر انسانان په الینېشن(له ځانه پردي کېدل) اخته شوي دي.

په کرنټیني ورځو کې انسانانو ته نوره دا ټکنالوژي هم تکراري شوې او د وخت تېرولو لپاره نوې لارې لټوي. له هغوی څخه یې د کلاسیکو ادبیاتو لوست، پخوانۍ کیسې او نکلونه اورېدل دي.

نکلونه او پخوانۍ کیسې زموږ د فرهنګ پخوانۍ برخه ده؛ خو د نوې ټکنالوژۍ لکه تلویزون، انټرنیټ او نور په راتګ له پامه غورځول شوي دي؛ خو کرنټیني ورځو د هېواد په شمال په ځانګړې توګه په بدخشان کې دا فرهنګ بیا راژوندی کړی دی. په بدخشان کې زیاتو کورنیو بیا ورته کیسې او نکلونه خپل کشرانو ته پیل کړي، تر څو له یوه اړخه یې کشران له اخلاقي، معنوي ارزښتونو خبر شي له بلې خوا د پخوانیو له لاسته راوړنو خبر او وخت یې ښه تېر شي. له دې ټولو ورهاخوا یو ښه والی یې دا دی، چې کشران له کلاسیک او کیسه‌ایز ادب سره بلد شي.

دا کورنۍ د دې لپاره، چې د کرنټین له زړه تنګۍ ځان وژغوري د تلویزون او ټولنیزو رسنیو پر ځای دودیز نکلونه اوري، کیسې او کلاسیک ادبیات لکه د فردوسي شاهنامه لولي؛ هغه، چې د تلویزون تر راتګ مخکې به لا پرې اوږدې شپې لنډېدې.د بدخشان سیمه‌ایز مسوولین، مدني فعالان او فرهنګي شخصیتونه وايي، کرنټيني ورځې د دې لپاره ښه فرصت دی،چې نوی نسل له پخواني فرهنګ، هنري، تاریخي او ادبي ارزښتونو څخه خبر شي. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریس نقیب الله ثاقب‌یار وايي، چې په دې سره به نوی نسل د پخوانیو نسلونو له مېړانې او د هېواد له تاریخ څخه خبر شي.

د بدخشان یوه بله فرهنګي څېره صدیق لعلزاد وايي، چې اوسنۍ ټکنالوژۍ خلک له هغو کیسو بې برخې کړل، چې په ډلیزه توګه به یې د خپلو مشرانو له خولې اورېدې او د ژمي اوږدې شپې به یې پرې سبا کولې. د هغه په وینا اوسنۍ ټکنالوژي انسانان په خپله فردي نړۍ کې ورک کړل. لعلزاد سپارښتنه کوي، چې په دې ورځو کې کشران دې له خپلو مشرانو د تېرو څلورو لسیزو جالیبي او نه اورېدل شوې کیسې واوري.

دې ته ورته د بدخشان یو مدني فعال محمد شریف وايي، چې د کرنټين ورځې له کورنۍ سره د تاریخ، کیسو او کلاسیکو ادبیاتو پر لوست تېروي. هغه وايي، چې په دې کار سره نوی نسل له کلاسیکو ادبیاتو او د تېرو لویانو له تاریخ څخه خبرولی شو. د نوموړي په اند په دې سره کېدای شي د نوي نسل په فکر کې یو لوی بدلون راشي. همدا راز هغه سپارښتنه کوي، چې ټولې کورنۍ په کرنټيني ورځو ځانونه له کلاسیک حماسي، کیسه‌ایز ادب او تاریخ سره بلد کړي.

د بدخشان مدني فعالان وايي، چې د کرونا ویروس په زیاتېدو او د کرنټين په اوږدېدو باید خلک تاریخ ولولي او نکلونو ته غوږ ونیسي په دې سره به په دوی کې یو هېر شوی فرهنګ بیا راژوندی شي.