کرونا-4-620x387

کرونا ویروس؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ تنه مړه شوي او ۶۵۴ مثبتې پېښې ثبت شوې

neshananews

29 May 2021

روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ تنه له کرونا مړه شوي او ۶۵۴ نوې د کرونا پېښې په ۱۶ ولایتونو کې ثبت شوې.
عامې روغتیا وزارت نن (شنبه، د غبرګولي ۸مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ۶ تنه په کابل، دوه دوه تنه په کندهار، ننګرهار او پکتیا یو، یو په هرات، بلخ، تخار، بغلان، بدخشان او کونړ کې د کرونا له امله مړه شوي.
همداراز په ۲۴ ساعته کې د کرونا ۲۸۷۱ شکمنې پېښې د هېواد په لابراتوارونو کې کتل شوې، چې په ۱۶ ولایتونو کې یې ۶۵۴ مثبتې دي.
د عامې روغتیا د شمېرنو له مخې له دې پېښو څخه یې ۲۳۴ په کابل، ۱۳۲ په بلخ، ۶۰ په کندهار، ۴۹ په لوگر، ۳۴ په هلمند، په لغمان، ۲۴ پت نیمروز، ۲ په تخار، ۱۵ په کندز، یوولس – یوولس په زابل، کونړ؛ ۱۰ په نورستان ۶ په غزني او ۲ په فاریاب کې ثبت شوې.
له دې سره په هېواد کې د کرونا د ناروغانو شمېر ۷۰زره ۷۶۰ ته رسېدلې، چې ۵۷ زره ۲۸۱ تنه بېرته ترې روغ شوي او ۲۹۱۹ تنه ترې مړه شوي.