کرونا ویروس؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۷ ناروغان مړه شوي
عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۷۷ ناروغان مړه شوي.
عامې روغتیا وزارت نن شنبه (د چنگاښ ۸مه) اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴ زره ۷۹۹ شکمنې پېښې کتل شوې، چې له دوی څخه یې ۱ زر ۵۰۱ مثبتې دي او تر څنګ یې په یاده موده کې ۸۱۱تنه له کرونا روغ شوي.
له دې سره په هېواد کې د کرونا د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ۱۱۸ زرو ۶۵۹ ته رسېدلی. له دې ناروغانو څخه ۴ زره ۸۷۱ مړه شوي دي.