کرونا ویروس؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۲ ناروغان مړه شوي
عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۹۲ناروغان مړه شوي.
عامې روغتیا وزارت نن شنبه (د چنگاښ ۱۲مه) اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴ زره ۹۷۰ شکمنې پېښې کتل شوې، چې له دوی څخه یې ۱ زر ۲۷۲ مثبتې دي او تر څنګ یې په یاده موده کې ۹۳۵ تنه له کرونا روغ شوي.
له دې سره په هېواد کې د کرونا د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ۱۲۴ زرو ۷۵۷ ته رسېدلی. له دې ناروغانو څخه ۵ زره ۱۹۹ مړه شوي دي.