کرونا ویروس؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ ناروغان مړه شوي
عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۵۶ناروغان مړه شوي.
عامې روغتیا وزارت نن شنبه (د غبرګولي۳۱) اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ۳ زره ۸۴۰شکمنې پېښې کتل شوې، چې له دوی څخه یې ۱ زر ۹۵ مثبتې دي.
له دې سره په هېواد کې د کرونا د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ۱۱۴ زرو ۲۲۰ ته رسېدلی. له دې ناروغانو څخه ۴ زره ۶۵۰ مړه شوي دي.