65656565656565

کندهار نښتې؛ ۱۰ ملکي کسان ټپيان شوي

neshananews

03 August 2021

روغتيايي چارواکې وايي، په کندهار کې د تېرو ۲۴ په جريان کې ۱۰ ملکي کسان ژوبل شوي دي.

د کندهار ميرويس حوزوي روغتون مسوولینو نن سه شنبه (د زمري ۱۲مه) رسنیو ته ویلي، چې د تيرو څلوريشت ساعتونو په جريان کې د کندهار ښار له بېلابيلو سیمو لکه حاجي عرب، پيرپايمال، احمدولي خان چوک، مېرويس مېنه، کلچ اباد، بولدک او ګرشک څخه ۱۰ تنه ملکي کسان چې ماشومان هم پکې وو، د دوی روغتون وروړل شوي دي.

 د روغتيا پالانو په خبره په يادو کسانو کې دوه تنه د هاوان، درې تنه د ماين او پنځه تنه د مرمۍ له کبله ژوبل شوي دي.

ياده دې وي په کندهار ښار او څلورو خواوو کې له تېرو څو اوونيو راهيسې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي؛ د معلوماتو له مخې په دې نښتو کې زيات شمېر ملکي کسان ټپيان شوي او وژل شوي دي.