په ۲۴ ساعتونو کې ۸ تنه له کرونا مړه شوي
عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره سم په هېواد کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۰۷۰ ته رسېدلی دی.
روغتیا وزارت نن (سې شنبه، وږی،۴) ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ تنه له کرونا مړه شوي او ۸۰ تنه ترې روغ شوي دي. له دې سره په هېواد کې له کرونا د ټولو مړو شویو شمېر ۱۳۹۷ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر ۲۸۴۴۰ تنو ته رسېدلی دی.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې عامې روغتیا وزارت د کرونا ۱۶۹ شکمنې بېلګې کتلې دي.