IMG-20200209-WA0035

مېرمن نیلا صادق اوغلو له لوړو هیلو سره

neshananews

16 February 2020

هیلې انسان ته داسې دي، لکه الوتونکو ته وزرې. بې له هیلو انسان هغې ونې ته ورته دی، چې مېوه نه نیسي او ماتونکي یې د نورو موخو لپاره پر تبر وهي.

نیلا صادق اوغلو د دریو اولادونو مور ده. په ژوند کې یې له ښونې تر سوداګرۍ یېلابېلې دندې تجربه کړې. زموږ په دودیزه ټولنه کې باید مبارزې مېرمنې تر ګڼو ستونزو وروسته داسې پوړۍ ته ورسېږي. موږ له نیلا صادق اوغلو سره د هغې د ژوند په هکله خبرې کړې دي. دا چې د هغې ژوند څنګه تېر شوی دی، څومره هڅه یې کړې، چې په ټولنه کې ځان ته مناسب او وړ ځای پیدا کړي له هغې مو پوښتلي دي.

نیلا صادق اوغلو له دوولسم ټولګي څخه د ممتازې زده کوونکې په توګه فارغه شوه؛ ځکه خو بېرته په خپل ښوونځي ښوونکې وګومارله شوه او پنځلس کاله یې دا سپېڅلې دنده تر سره کړه. هغه وايی:

«لومړی مې د ښوونکو د روزنې په مرکز کې دوه کاله د ریاضي زده کړې وکړې او ښوونکې وم؛ خو وروسته د خاوند په هڅونه رسنیو ته راغلم تر څو نورې نجونې هم ورته کارونو ته وهڅوم.»

مېرمن اوغلو تر پنځلس کاله استادۍ وروسته اوس په جوزجان کې د یوه محلي راډیو ټلویزون د مشرتابه تر څنګ په جوزجان کې  د خوراکي توکو(سویایینو) د یوې تولیدې کارخانې څښتنه هم ده. نوموړې په دې برخه کې خپلې هڅې له نورو سره نجونو سره هم شریکوي. د اغلې اوغلو زېږنځای د فاریاب ولایت، اندخوی ولسوالي ده. ماشومتوب او ځواني دواړه یې به جګړه کې تېر کړي دي. نوموړې د طالبانو په دوره کې تازه پېغله شوې وه، د هغه وخت کیسه داسې کوي:

«په هغه وخت کې د نجونو ښوونځي تړل شوي و، د دې لپاره، چې د کورني اقتصاد په ښه والي کې برخه واخلم. له خپلو کوروالو سره مې په غالۍ اوبدلو کې مرسته کوله او خیاطي مې کوله.»

د طالبانو په دوره کې د ښځو دندې غالۍ اوبدل، ټغر اوبدل او خیاطي وې. اوس هم د هېواد له مرکزه ورهاخو ا په ډېرو سیمو کې سړیو مېرمنې یواځې تر پخلنځي رامحدودې کړې دي او دندې ته نه پرېږدي؛ خو نیلا صادق اوغلو هغه مېرمن ده، چې خاوند یې هڅولې ده. په سوداګرۍ کې یې هم خاوند ورسره مرسته کړې ده، تر څو هغه پرې خپل اقتصاد پر پښو ودروي او خپلې اړتیاوې پوره کړي.

هغه د دې متل په هکله( د هر بریالي خاوند تر شا د یوې مېرمنې لاس وي.) وايي، چې دې ته ورته خاوند یې یواځینی کس او ملګری دی، چې د دې په ټولو پرمختګونو کې یې لوی لاس دی.

اغلې اوغلو د خپل کاروبار په هکله وايي:

«کله چې د سویایینو کار پیل شو، زه د يوې مېرمنې په توګه له دریو نورو شرکتونو سره په سیالۍ کې شوم. د سویایینو څه خوراکي توکي مې له بهرنيو شرکتونو څخه تر لاسه کړل او یو څه مې پر خپلو پیسو واخیستل. اوس مې په فابریکه کې درې مېرمنې نورې هم کار راسره کوي. ژوند مې ښه پر مخ ځي. زه پر دې خوښه یم، چې ځينو نجونو ته مې په رسنیو کې او ځينو ته مې په کارخانه کې د کار زمینه برابره کړې.»

نیلا صادق اوغلو یوه ۹۰ برخې راډيویي ډرامه هم پر مخ وړې، چې په هغه کې یې هم د ډېرو خلکو رول لوبولی دی. په ټولنه کې د مېرمنو ازار په یوه لوی بحث بدل شوی دی؛ خو مېرمن اوغلو بیا په دې هکله بل نظر لري هغه وايي:

«له ماشومتوبه تر اوسه پورې د دندې پر مهال چا نه یم ځورولې. برعکس له ما سره خلکو ډېره مرسته او ښه چلند کړی دی.» د مېرمنو د فعالیتونو په هکله وايي:

«موږ اوس په سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي، اقتصادي او هنري برخو کې د مېرمنو د فعالیتونو د چټکتیا شاهدان یو، که داسې پر مخ لاړ شو په هېواد کې به مېرمنې ډېر ښه راتلونکی ولري.»

نوموړې هیله لري، چې پوره شوو هیلو په څېر خپلو نورو هیلو ته هم ورسېږي. د هغې په اند پر ځان باور کولای شي، چې مېرمنې خپلو هیلو ته ورسوي، په ټولنه کې ځان ته یو مناسب او وړ ځای پیدا کړي او پرمختګ وکړي.