JAMEEYEMADANI.NEGAAM-1

عدالت پالنه او مدني ټولنه

neshananews

25 December 2019
عدالت په سیاست، اخلاقو، فلسفه او خبرو کې بنسټیز مفهوم لري. لږ داسې پوهان او فیلسوفان دي، چې په دې هکله یې څه نه دي ویلي. په اخلاقو او سیاست کې دا تر نورو لوی بحث دی. تاریخ هم په دې دورو کې خپل قضاوتونه پرېیښي دي مثلا؛ د پوپر په څېر کسان یې د تولیتاریستانو په نوم خلکو ته ورپېژندلي دي.
د عدالت اوسنی او پخوانی مفهوم خلکو ته یو شان نه دی؛ ځکه په اوسنۍ نړۍ کې دا کلیمه تر استبداد کمه نه ده.
که موږ عدالت پر دې معنا«د هر شي پر خپل ځای کارول » وکاروو؛ نو د اپلاتون د وخت عدالت پېژندنې ته په کتو ښکاري، چې موږ استبداد او زورواکۍ ته تبلیغ کوو. زموږ په ټولنه کې زیات کسان هر ډول زورواکي او استبداد پر عدالت ورتاوانوي او د عدالت هرې چیغې ته سیتمګري وایي.په دې هکله مطهري وایي:
«فکر تل د خېټې په واک کې وي. محروم کسان له عدالته منکر وي؛ خو هغه کسان چې اړتیاوې یې پوره وي له عدل څخه ملاتړ کوي.»
جمهوریت د اپلاتون داسې کتاب دی، چې پراخې موضوعګانې یې رانغښتې دي. په دې کتاب کې د عدالت په هکله زیات بحثونه شوي، چې وروسته بیا د نورو پوهانو له لورې نقد شوي هم دي؛ خو اپلاتون د یونان په ټولنه دا معلومول او ښودل غواړي، چې شی څه شی دی او په کوم ځای کې چې ښودل کېږي کوم ځای دی؟
په دې باید موږ او تاسو پوه شو، چې د اپلاتون او اوسنۍ زمانه ډېر توپیر لري. د اپلاتون شی، ځای او کارول یې ټول له اوس سره توپیر لري. د هغه وخت عدالت په اوسنۍ معنا نه شو کارولی.
سوسیالیزم د حاکم د قدرت او لیبرالیزم د کس او د کس د ازادۍ له معیاره پر ښاري برابرۍ ټینګار کړی دی.  په سوسیالیستانو کې د عدالت د پلي کولو بحث ډېر مطرح نه و. انګلس هم په دې هکله وایي، چې دوی اخلاقیان نه دي، چې خلکو ته د عدالت پلي کولو وړاندیز یا نصیحت وکړي. دوی په دې باور و، چې له کارګرې طبقې او پلوتاریانو څخه به د تاریخ په اوږدو کې سوسیالیزم سر راښکاره کړي؛ کوم ته چې دوی ټولنیز عدالت او نظم وایي.
په دې هکله ډاکټر سروش وایي، چې د دې لارې پلویان په ټولنه کې د عدالت راوستونکي او پلي کوونکي نه و، بلکې ورته هیله من و. دوی دا کار پخپله نه کاوه؛ خو غوښتل یې چې وشي.
کارګرانو هم د سوسیالیزم بدوالی نه دی بیان کړی؛ بلکې د کارېدنې پر ځایونو یې بحث کړی دی.
خلاصه ټولنه او د هغې دښمنان د کارل پوپر کتاب دی؛ نوموړي په دې کتاب کې توتالیتر واضیح کړی دی. هغه په خپل کتاب کې د اپلاتون د زمانې د عدالت پر څرنګوالي غږېدلی دی، نه په عدالت. د پوپر موخه په دې کتاب کې د عدلت پېژندنه نه؛ بلکې د اپلاتون د وخت عدالت ښودل دي.افلاطون هغه کس دی، چې په دې مسله کې هر  څوک په خپل څېر بولي. نوموړی په خپل جمهوریت کې د عدالت او ټولنیز نظم لپاره کار کوي. نوموړی وایي چې په ټولنه کې دې هر څوک خپل منصب وپېژني. پوپر بیا په دې هکله وایي، چې دا برنامه په عادلانه ډول بشپړه توضیح کیدی شي.
افلاطون هغه کس دی، چې په دې مسله کې هر  څوک په خپل څېر بولي. نوموړی په خپل جمهوریت کې د عدالت او ټولنیز نظم لپاره کار کوي. نوموړی وایي چې په ټولنه کې دې هر څوک خپل منصب وپېژني. پوپر بیا په دې هکله وایي، چې دا برنامه په عادلانه ډول بشپړه توضیح کیدی شي.په پرمختللو ټولنو کې د عدالت مفهوم دا دی، چې د ټولنې خلک په خپله د ظلم او سیتم پر وړاندې درېږي. په ډیموکراسۍ کې بیا د واک مساویانه وېش له مهمو بحثونو څخه دی. دوی د سیاست په برخه کې نوې سیاسي تیوري، خبرې او عملي تګلاري لري. په دې ټولنو کې د زورزیاتې او استبداد د مهارولو لپاره درې ګونې قوې(مقننه، اجرایه، قضایه) ډېرې مهمې دي. دوی د استبداد د مخنیوي لپاره د یو بل همکاري قوې دي. د دوی په شتون کې که یو کس د خلکو په رایه واک ته رسېږي او بیا پر استبداد لاس پورې کوي دا درې قوې د یو بل په همکارۍ د هغه مخنیوی کوي.
قضایه قانون وضع کړی دی، اجرایه یې پلي کوي او قضایه سرغړوونکي محاکمه کوي. دوی په یو بل کې ورګډې قوې دي چې د استبداد مخنیوی کوي.په پخوانیو زمانو کې د اوسنۍ ډیموکراسي او لیبرالیزم په څېر پر شتنمي او ثروت ډېر تمرکز کېده؛ خو په اوسني عدالت کې دا مقوله لا مشهوره ده، چې د معلوماتو په وېش کې دې هم عدالت وشي؛ خو دا کار هغه وخت شونی دی، چې دولت پر رسنیو واک ولري او معلومات په مساویانه توګه پر خلکو ووېشل شي. مدني ټولنې او سیاسي ګوندونه باید د معلوماتو په وېش کې مساوي حق ولري.
بله خبره دا چې ټول بنسټونه، ټولنې او ګوندونه باید معلوماتي رسنیو او سرچینو ته لاسرسی ولري. په دې هکله ډاکټر سروش وایي:
«یو ښه دولت او ټولنه هغه وخت ممکن وي، چې معلوماتو ته لاس رسی ډېر کړي.»(سروش، ۱۳۸۷، ۶۴پ)
اوس دولتونه د استبدادي رژیمونو په توپیر د دې قوو په مرسته د ظلم او استبداد پر وړاندې چې د عدالت ضد دي درېږي.اوس پوښتنه دا ده، چې څنګه کولای شو زور زیاتی او سیتمګري مهار کړو؟ څنګه حکومتونه مهار کړو تر څو له خپله حده تېر نه شي؟
د دې پوښتنې ځواب دا دی، چې په پورتنیو شرایطو کې دوه کارونه ډېر مهم دي؛
لومړی دا چې که یوه دولت پر ظلم لاس پورې کړ؛ او د خلکو ژوند په خطر کې و یو باید پر حکومت څارنه وشي او بل باید داسې یو سیستم موجود وي، چې شته خطرونه دفع کړي.
په اوسنۍ نړۍ کې ورځپاڼې، جریدې، غږیزي او انځوریزې رسنۍ، ټولنیزې شبکې، مدني ټولنې او سیاسي ګوندونه پر حکومتونو د څار او د ټولنو د ساتندوی سپر په توګه کار کوي. (سروش، ۱۸۷)
د داسې وضعیت په رامینځته کېدو سره ټولنه پراخېږي. په دې توګه ویل شو، چې پراخېدنه(کثرت ګرایي) یا ډېرېدنه د مدني ټولنو له مهمو ستنو څخه ده.
سمیع الله سیحون

ژباړه: نېک محمد ذکي