5adcb7fd33e5e

په پاکستان کې دوه پاکستان

neshananews

08 February 2020

یادونه: دا مقاله د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر د میاشتې پر ۲۷مه نېټه Morning star  خپره کړې ده. د دې لپاره، چې محتوا یې درنه او د د پښتون ژغورنې غورځنګ پر حقونو راڅرخي. نشانه نېوز  پښتو ژبې ته راژباړلې ده.

لیکنه: منظوراحمد پشتین

ژباړه: نشانه نېوز

پاکستان تر جوړېدو  څو ورځې وروسته خپله اوسنۍ ورانوونکې تګلاره غوره کړه. د ۱۹۴۷کال د اګسټ پر دوه ویشتمه نېټه د ډاکټر خان پر وړاندیز سیمه‌ایز حکومت په لوېدېځه پوله(خېبر پښتونخوا) کې منحل شو، چې دې کار یوې نوې نظامي ډيکټاټورۍ ته لار پرانیسته. د هغو وختونو سختۍ موږ دې ته اړباسي، تر څو د یوه ځانګړي پاکستان په هکله تاریخي معلومات ولرو. د ۱۹۵۵ کال د سپټمبر د میاشتې په دېرشمه نېټه څلور صوبې (بلوچستان، خیبرپښتونخوا، پنجاب او سیند) له څو نورو سرحدي سیمو سره یو ځای شوې تر څو لوېدیځ پاکستان رامنځته شي. په ورته وخت کې ختیځ بنګال د ختیځ پاکستان پر نوم ونومول شو.

 د پاکستان دې سیاست «متحد سیاست» یا (one unit policy) له ۱۹۵۵ څخه د بنګلدېش تر جوړېدو(۱۹۷۰کال) پورې دوام وکړ. د همدې سیاست له مخې د لوېديځ پاکستان پایتخت د سیند له کراچۍ څخه د پنجاب زړه لاهور ته ولېږدول شو. دې کار دا معنا درلوده، چې  پنجاب پر خپل واک او زور د نورو مېشتو قومونو فرهنګ او هویت له منځه وړي. په ۱۹۷۱ کال کې جنرال یحیاخان د حکومت دې تګلارې ته د پای ټکی کېښوده، چې په دې سره پوځ بېړنی حالت اعلان کړ، ځان یې د حکومت په چارو کې ښکېل کړ، پر خلکو یې د ظلم وزرې خورې کړې. دا تګلاره تر اوسني (د لومړي وزیر عمران خان تر وخته) دوام لري.

پورته څرګندونې خان هم په غیر مستقیمه بڼه مني. لومړي وزیر عمران خان د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې، چې د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر د میاشتې پر ۲۲مه نېټه تر سره شوه رسنیو ته وویل، چې له ۱۹۸۰کال راپدېخوا پاکستان مجاهدین، القاعده او طالبان د افغانستان د جهاد لپاره وروزل. د عمراخان په وینا  «CIA»  د طالبانو تر واکمنۍ پورې په دې روزنه کې له پاکستان سره مرسته کوله. د دې تر څنګ عمران خان دا هم وویل، چې د سپټمبر له  نهمې/یوولسمې راوروسته د تروریزم پر وړاندې جګړې اویا زره پاکستاني وګړي وژلي دي او دې هېواد ۱۱۵میلیارده پونډه لګښت ورکړی دی.

ښايي خلک د خان له دې خبرې څخه خوښ وي؛ خو خان په دې خبرو کې دا یادونه نه وکړه، چې دا قربانیان څوک و؟ په دې قربانیانو کې نږدې ټول اویا زره قربانیان د خیبرپښتونخوا او بلوچستان پښتانه و. خان دا هم و نه ویل، چې ورکړی لګښت او زیان هم ټول د همدې خلکو دی. پاکستان له جوړېدو سره سم له  ټولینزو، سیاسي او اقتصادي بحرانونو سره همغاړی و لکه؛ د ګرځېدونکي(دوره‌يي) بېړني حالت اعلان، له هند سره جګړه، د بنګلدېش پر جوړېدو د ۵۵ سلنه نفوس له لاسه ورکول، د هند له لوري د پاکستان نوي زره سرتېري نیول.

د اقتصادي او صنعتي کېدو پر ځای فقر، بېوزلي او بېکاري پر خلکو وتپل شوه. د پاکستان رهبران کې د دې پر ځای، چې د کارګرو ستونزې حل کړي، پر خلکو یې ايډیولوژیک او دیني تبلیغات وتپل. پاکستان د بنګلدېش په جوړېدو ۵۵ سلنه نفوس له لاسه ورکړ؛ که څه هم دا د ټولنیز نظم د بیا جوړېدو لپاره یو لوی درس و؛ خو له بده مرغه پاکستان هېڅ عبرت ترې وا نه خیست. دلته واکمنې طبقې هېڅ له پخوانیو کړنو او سیاستونو څخه درس وا نه خیست. په نظام کې حاکمو پنجابیانو تاوتریخوالی په یوه عرف بدل کړ.

  له ۱۹۷۰ څخه تر اوسه پوځ په خیبرپښتونخوا کې کې ټولنیز اعتراضونه ځپي، چې دې کار د پاکستان دولت پر پوځي دولت  بدل کړی دی. په حکومت کې د ننه د پنجاب زور یو بل حکومت دی، چې ډېرو پاکستانیانو ته د منلو نه دی؛ خو د امریکایانو د استخباراتي شبکو له لورې یې ملاتړ کېږي او یاده ادراه یې کنټرولوي. دا کړۍ د امریکا، پاکستاني پوځ او پولیسو له لوري په ګډه اداره کېږي، چې د قومونو نابرابري  او تعصب له ورایه ترې ښکاري.

د ۱۹۴۷ کال  په اکټوبر کې شل زره پښتانه د کشمیر په مسله کې د پاکستان د مرستې لپاره وجنګېدل. د کشمیر یو پر درېیمه برخه یې د گلگیت-بالستان په ګډون لاندې کړه. په دې جګړه کې ۶۰۰۰ پښتانه ووژل شول او ۴۰۰۰ ټپیان شول، په هغه وخت کې پښتانه په پاکستان کې زړور او هېوادپال وګړي بلل کېدل. بیا چې کله له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ کال پورې په افغانستان کې مجاهدینو د امریکا په مرسته له شوروي ځواکونو سره جګړه پیل کړه، پاکستان د پښتنو سیمې دې جنګیالیو ته ورکړې. په سرحدي سیمو پراته قبایل یې بیا تر ټولو مېمله‌پال او د اسلام او پاکستان دفاع کوونکي وبلل. د سپټمبر له   ۹/۱۱مې راپدېخوا پښتنو، چې کله پښتنو د پاکستان او امریکا له اجنډار سرغړونه وکړه، د پښتنو سیمې د پوځ تر بمباریو او مرمیو لاندې شوې، چې په پایله کې یې زیات کورونه او بازارونه وران شول او زیات نارینه، مېرمنې او ماشومان ووژل شول. ډېر قبایل تري تم شول.

په وزیرستان، ملکڼ او سوات کې د خلکو ټولنیز، فرهنګي او اقتصادي ژوند وځپل شو. د پاکستان تر واک لاندې رسنیو هم دې عملیاتو ته بل رنګ ورکړ و یې ستایل او د ژبې او قومیت خبره یې پټه کړه.( دا یې و نه ویل، چې قربانیان یوازې پښتانه دي.)

پاکستان د کارونې په موخه پر خپل شوم سیاست یوازې هغه وخت پښتانه ستایي، چې د کشمیر مسله راپورته شي. له ۲۰۰۵ کال څخه راپدېخوا په پاکستان کې اویا زره پښتانه وژل شوي دي  پاکستاني رسنیو  دې وژنو ته بل رنګ ورکړی دی. په وژل شویو کې مېرمنې، ماشومان او سپین ږیري دي، وژنې تر اوسه لا روانې دي. د پنجاب د ۲۰۱۹ بدنام قتلونه وګورئ؛ صلاح‌الدین هغه ځوان و، چې عصبي ناروغي یې درلوده،  له پولیسو سره په بند کې ومړ.

ځوانه نجلۍ زینب انصاري لومړی وتښتول شوه، بیا پرې جنسي تېری وشو او په اخېر کې ووژل شوه. محمد، نبیلا خلیل او د هغه دیارلس کلنه لور اریبا پولیسو اعدام کړل. پر دې ټولو قتلونو رسنۍ پټه خوله وې، رسنۍ یواځې د پنجاب د غږ په پورته کولو کې تکړه دي.

 پاکستان د دې پر ځای، چې له جنګ ځپلو سیمو سره مرسته وکړي، پر پښتنو یې بریدونه زیات کړل. د ۲۰۱۸ کال په جنوري کې د پاکستاني لوړپوړي افسر راو انور له خوا د نقیب الله مسعود غیرقانوني تښتونه او وژنه د دې سبب شوه، چې یو لوی او تاریخي خوځښت(پښتون ژغورنې غورځنګ) رامنځته شي.

موږ خبر شوي یو، چې د نقیب الله مسعود قاتل راو انور ځکه خوشي شوی دی، چې د پاکستان د پخواني واکمن زرداري د زوی په څېر و؛ خو دا څنګه کېدای شي، چې پاکستان زرداري زندان ته لېږي او راو انور خوشې کوي؟ نصیر حسین په «کرم» سیمه کې د پولیسو له شکنجې ساه ورکړه، په دې هکله پاکستاني رسنیو یو خبر هم خپور نه کړ. په ۲۰۱۸ کال کې د صوابي په سیمه کې انورالحق د پولیسو په مرمیو ووژل شو پاکستاني رسنۍ پرې چوپې شوې. په پښتونخوا کې زموږ د غورځنګ غړی پروفیسور ارمان لوڼی د پولیسو له لوري په وهلو ووژل شو، په دوه میاشتې کې یې د قضیې لوری هم نه شو معلوم، د دې تر څنګ هغه خلک هم ونیول شول، چې د لوڼي د حق غوښتنه یې کوله.

په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند ویاند هارون بیلور او ۲۲ نور سیاسي غړي ووژل شول؛ خو تر اوسه په دې تور یو تورن هم و نه نیول شو او نه یې هم په هکله څېړنې وشوې. د ۲۰۱۸ کال په نومبر میاشت کې یو پښتون افسر طاهر داوړ په اسلام اباد کې نادرکه شو؛ څو ورځې وروسته یې جسد په افغانستان کې وموندل شو؛ خو هم دولت او هم رسنیو دا پېښه یاده لا نه کړه. لومړي وزیر د دې پېښې د څېړلو ژمنه کړې وه؛ خو تر اوسه یې هېڅ ګام نه دی اخیستی.

څو میاشتې مخکې په پېښور کې د عوامي نېشنل د پېښور مشر په رڼا ورځ ووژل شو؛ خو رسنیو هېڅ غبرګون و نه ښوده او نه یې هم دا خبر خپور کړ. بله دردناکه پېښه دا، چې د ۲۰۱۹ کال د مۍ په شپږویشتمه نېټه په شمالي وزیرستان کې پاکستاني پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر لاریونوالو برید وکړ. پنځلس تنه یې ووژل او یودېرش یې ټپیان کړل. علي وزیر او محسن داوړ د پارلمان منتخب غړي دي؛ خو د حکومت له لوري ونیول شول، بد چلند ورسره وشو او محکمې یې وځنډول شوې. کله، چې په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې په نظامي ښوونځي برید وشو، دردناکه پېښه وه. د ۱۳۲ زده کوونکو په ګډون ۱۴۹ تنه پکې ووژل شول. احسان الله احسان د دې برید په تور دوه کاله مخکې نیول شوی دی؛ خو تر اوسه په زندان کې دی او محکمه یې نه ده شوې.

پښتانه تل د پولیسو او نورو وژونکو د بمونو ښکار وي. که څه هم د دولت له لوري دا سیاست درج شوی نه دی؛ خو د پښتنو ځپل په ځیرکانه بڼه یو روان سیاست دی. په شمالي او جنوبي وزیرستان کې پوځ د خلکو کورونه په دې تور له خاورو سره خاورې کړل، چې د دوی په وینا دا د ترهګرو پټنځایونه دي، پوځ په دې سره نور څه و نه کړل، یواځې ښځې او ماشومان بې کوره کړل. اته زره پښتانه ځوانان د امنیتي ارګانونو له لوري ورک شول، ډېر یې اوس هم په بندخونو کې دي. د سیمې بازارونه، ښوونځي او کالجونه له څو کلونو راپدېخوا تړلي دي. د پاکستان پوځ پښتانه له کورونو په زوره باسي بد اقتصادي او امنیتي وضیعت ته یې ورمخته کوي.  په ۲۰۰۹ کال کې پوځ په ملکڼ کې عملیات وکړل درې میلیونه خلک یې بېځایه کړل. پاکستان پښتون مېشتو سیمو ته یې پنجابي پوځیان ولېږل تر څو د پښتنو پر سیمو کې د کرکې زړي وکري، دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په پوځ کې په زرګونو پښتانه پوځیان دي.

د پاکستان امنیتي ارګانونو ته بې له شکه د پښتون ژغورنې غورځنګ د منلو وړ نه دی، ځکه چې د خپلو خلکو غږ پورته کوي. دوی زموږ د غورځنګ له دې غوښتنې سرغړونه کوي، چې زموږ سیمې له ماینونو پاکې شي؛ په دې سیمو کې د ماشومانو او ملکي وګړو له ماینونو ژغورنه زموږ بشري حق دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان له دولت څخه غواړي، چې نیول شوي پښتانه یا محکمه یا خوشې کړي. زموږ غورځنګ څو ځلې د خبرو غوښتنه وکړه؛ خو دوی د پارلمان د منتخبو غړو محسن داوړ او علي وزیر د خوشې کېدو او محکمې پرېکړه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دوی سره نیول شوي د پارلمان پنجابیان به یې هرې پارلماني جلسې ته راخوشې کول. په خیبرپښتونخوا کې د کارخانو او صنعت ځایونو  کارونه ځنډول شوي دي او د کارګرو اقتصادي ژوند له ستونزو سره مخ دی، د دولتي کارمندانو معاشونه هم نه دي ورکړل شوي. زموږ غورځنګ د هغو خلکو غږ وچتوي، چې د حکومت د دې غفلتونو له امله ځورېږي.

د پاکستان له دې چلند او سیاست څخه په یوه پاکستان کې د دوو هېوادونو حقیقت له ورایه ښکاريد پښتنو په سیمو کې طالبان د حکومت پر ملاتړ له پېښور څخه تر بونېره د نویو ډلو په جوړولو بوخت دي. په ورته وخت کې په دې سیمو کې تښتونې، هدفي وژنې او چاودنې بیا پیل شوې دي. پاکستان له یوې خوا د پښتون ژغورنې پر غورځنګ او نېشنلیسټي ډلو فشار زیات کړی دی او له بل لوري یې تروریستانو ته ځای ورکړی او له هغوی څخه ملاتړی کوي، دا کار د دوه پاکستانه ښکارندويي کوي.

 زموږ د برخې پاکستان له غم، جګړې، وژنو او تاوتریخوالي ډک دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ به تر هغې خپله مبارزه کوي، تر څو چې یې د پاکستان پر قوم ولاړ سیاست پای ته نه وي رسېدلی. زموږ غوښتنې ډېرې ساده او ښکاره دي، ،په پښتون مېشتو سیمو کې سوله غواړو. هو. زموږ غورځنګ دې اصل ته ژمن دی، چې پښتانه غیرډموکراټیک او د اساسي قانون خلاف واک نه غواړي؛ خو موږ په هېڅ صورت دا نه غواړو، چې طالبان پر پښتون مېشتو سیمو مسلط شي او د پښتنو استازیتوب وکړي.

موږ له ټولو نړیوالو غواړو، چې له پښتنو سره خواخوږي وکړي. د ملګرو ملتونو سازمان هم په تېرو پنځلسو کلونو کې د پښتنو تراژیدیو ته پام نه دی کړی. نړیوالې رسنۍ د منځنۍ اسیا خبرې خپروي: خو پر پښتنو د پاکستان حکومت د بمبار په هکله هېڅ نه وايي. اوس د دې وخت رارسېدلی، چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه له پاکستانه وغواړي، چې پښتون مېشته سیمې بیا ورغوي او د هغوی د وران شویو سیمو تاوان ورکړي.

پښتانه به د پوځ کړي ظلمونه هېڅ وخت نه کړي هېر. زموږ مبارزه د دې لپاره ده، چې د پاکستان تبعیضي پوله ونړوي. تر څو موږ هم په سول او نېکمرغي کې ژوند وکړو. زموږ غورځنګ به نور لاریونونه هم کوي او مخکې به ځي. پښتانه به بیا پورته کېږي او خپل حق به غواړي.  ستر فیلسوف او شاعر غني وايي:

«زما د پښتون د خوښولو یو ستره وجه دا هم ده چې هغه [پښتون] که جنګ او مرګ ته روان هم وي، بیا هم مخ وینځي، ږیره غوړوي، عطر وهي، ښې جامې اغوندي او نوې څپلۍ په پښو کوي. پښتون دا ګومان کوي لکه څنګه چې د ده له خیرن مخ څخه بد راځي،  خدای هم دغسې خیرن مخ نه خوښوي، ځکه نو مخ پاک سوتره وینځي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین