په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ٢٨ تنه له کرونا مړه شوي
عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۳۰ ناروغان له کرونا مړه شوي.
عامې روغتیا وزارت نن چهارشنبه (د زمري ١٣مه) اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ٢ زره ٩٤٦ شکمنې پېښې کتل شوې، چې له کتل شویو پېښو څخه یې ٤٢٨ مثبتې دي.
په یاده موده کې ٤٣٣ تنه له کرونا روغ شوي.
له دې سره په هېواد کې د کرونا د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ١٤٩ زرو ٣٦١ ته رسېدلی. له دې ناروغانو څخه ٦ زره ٨٦٤ مړه شوي دي.