سمیع سادات: طالبانو په هلمند کې سخته ماته خوړلې
د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان جنرال سمیع سادات ته په یوه منسوب پیغام کې نوموړي ویلي، وسلوالو طالبانو په هلمند کې سخته ماته خوړلې ده.
دا پیغام، چې تېره ورځ (د زمري ۱۷مه) د رسنیو لاس ته ورغلی نوموړي پکې ویلي، د طالبانو له ګڼو قطعو څخه یې یوازې دوه پاتې دي، نورې یې په لښکرګاه کې او نورو سیمو کې له منځه تللې دي.
سادات پر ټولو افغان ځواکونو غږ کړی، چې د وطن په دفاع کې دې ودرېږي او هېڅ ډول غرور دې نه کوي.
د يو بل خبر له مخې ۲۱۵ ميوند قول اردو خبر ورکړی، چې تېره ورځ په هلمند کې د طالبانو لپاره د ځانمرګو بريدونو مشر بشیر انس له خپلو ۶۳ نورو جنګياليو سره وژل شوی.
د دوی په خبره په سیمه کې د افغان ځواکونو عمليات لا هم روان دي.
طالبانو تر اوسه د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.