زن-تجار-400x250

د سولې خبرې او د سوداګرو ښځو اندېښنې؛ د ښځو پر وړاندې د طالبانو ذهنیت بدل شوی؟

neshananews

05 October 2020

په وروستیو څو لسیزو کې د تېر په پرتله د ښځو سوداګریز فعالیتونه پراخ شوي دي. ځينو ښځو په دې برخه کې بریالی مزل کړی دی. له دوی څخه یې ځینو اوس لوی او کوچني تولیدي شرکتونه جوړ کړي، چې نه غواړي د سولې د خبرو قرباني شي. دوی وايي په دې برخه کې یې لوی مزلونه تر شا پرېیښی او اوس غواړي، چې حقونه یې وساتل شي.

له دوی څخه یې یوه مژګان ده، چې په هرات او کابل کې له ۲۷۰ نورو مېرمنو سره یو ځای د زعفرانو کار کوي. هغوی د کورنیو په اقتصاد کې شریکې دي. مژګان مهر ابراهیمي د کابل پوهنتون د کرنې له پوهنځي څخه فارغه شوې او اوس د افغانستان په بازارونو کې د زعفرانو یوه پیاوړې سوداګره ده. مژګان د غزني ولایت ده، په کوم ولایت کې چې تل د چادونو غږونه اورېدل کېږي او  د باروتو لوګي لیدل کېږي. مژګان اوسمهال له خپل خاوند سره په کابل کې اوسي. هغه وايي، چې د یوې ښځې په توګه نه، بلکې د یوه انسان په توګه خپلې چارې پر مخ بیايي. هغه وايي، چې ښځې د اور او دود تر منځ هم یو ګټور نیالګی کرلای شي.

اغلې ابراهیمي وايي، چې په لومړي ځل یې په لس زره امریکايي ډالرو خپل کار پیل کړی وو؛ خو اوس یې پانګه څلوېښتو زرو امرکايي ډالرو ته رسېږي. هغه وايي، اوس یې زعفران په هېواد او بهر کې ګڼ پېرېدونکي لري. د هغې په وینا د طالبانو په رژيم کې له ژوند کولو خبره ده، چې مېرمنې پکې له سوداګرۍ او زده‌کړو محرومې وې. اغلې ابراهیمې وايي، چې مېرمنې د ژوند پر مخ بیولو لپاره مالي ملاتړ او پیسو ته اړتیا لري. هغه وايي نه غواړي طالبان بیا ښځې د یوه مال په ډول په بوجۍ کې واچوي او یواځې د پخلنځي او ماشومانو لپاره یې وکاروي.

دا مېرمن وايي، که څه یې هم د طالبانو دوران یې سم په یاد نه دی؛ خو دا د باروتو له محله راوتې جینۍ ده. مژګان ټینګار کوي، چې د طالبانو ذهنیت د ښځو پر وړاندې نه دی بدل شوی. د هغې په وینا د افغانستان مېرمنې نه غواړي، چې خپله مبارزه بیا له صفر څخه پیل کړي. هغه له افغان دولت څخه غواړي، چې د سولې په خبرو کې د ښځو له حقونو په ځانګړې توګه د کار د ازادۍ له حقونو دفاع وکړي.

فرزانه یوه بله مېرمن ده، چې یوه نندارتون ته یې له پکتیا څخه کابل ته د لاس ګنډل شوې جامې راوړې دي. نوموړې وايي، چې له داسې یوه ولایت څخه له خپل ویستي زیار سره کابل ته راغلې، چې زیاتې مېرمنې یې کار کولو ته نه پرېښودل کېږي. هغه وايي، په دې تمه ده، چې سوله راشي او د نورو ولایتونو غوندې ښځې په ګردېز کې خپل کارونه نندارې ته وړاندې کړي.

مرضیه یوه بله مېرمن ده، چې له دریو کلونو راپدېخوا په کابل کې له پنځو نورو مېرمنو سره د خوراکي توکو د پلور کار کوي. هغه وايي، چې په افغانستان کې د یوې داسې باعزته سولې په تمه ده، چې د ښځو له ټولنیزو او حقوقي ارزښتونو څخه دفاع پکې وشي.

په دې ډول نورې مېرمنې هم شته، چې د سولې په خبرو کې د خپلو حقونو خوندیتوب ته اندېښمنې دي. دوی د طالبانو دوره د هېواد مېرمنو ته یوه توره دوره بولي؛ خو وايي، چې دا ځل به اجازه ور نه کړي، چې یوه له تاوتریخوالي ډکه ډله یې برخلیک وټاکي.

دا مېرمنې په داسې حال کې د پرځان بساینې، مالي خپلواکۍ، امنیت او سولې خبرې کوي، چې د سیاسي چارو کارپوهان، مدني فعالان، نظرسنجوونکي او د ښځو د حقونو فعالان په دې باور دي، چې د طالبانو نظریه د ښځو پر وړاندې نه ده بدله شوې. همداراز د هېواد په لویو لارو او د ولایتونو په مرکزونو کې د طالبانو د بریدونو زیاتوالی ښيي، چې د طالبانو په تګلاره کې کوم بدلون نه دی راغلی. دوی په افغانستان کې یو استبدادي حکومت غواړي، چې ښځو ته پکې هېڅ ځای نشته.