نورستان کې د ښځو لپاره یو سوداګریز مرکز پرانیستل شو
په نورستان کې د ښځو لپاره یو سوداګریز مرکز پرانیستل شوی. دغه درې پوړیزه وداني یا سوداګریز مارکیټ تېره ورځ چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) د مېرمنو د اقتصادي ودې او پراختیا په موخه په نورستان کې پرانیستل شو. په مراسمو کې یې د نورستان والي ښاغلي حافظ عبدالقیوم، په مشرانو جرګه کې د نورستان د خلکو استازي عبدالطیف نهضتیار، د پارون ښاروال انجینر هیبت الله مکي او د نورستان د ولایتي ادارو یو شمېر رییسانو او قومي مشرانو برخه اخیستې وه.
د نورستان چارواکي وايي، دغه سوداګریز مارکیټ د ۱۰،۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ښاروالیو د معینیت له خوا جوړ شوی، چې د نورستان مېرمنو ته به د ازاد بازار او تجارت کولو په برخه کې خورا مهم رول ولري.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم یاد سوداګریز مارکیټ د نورستان ولایت لپاره د ابادۍ او پرمختګ یو ښه زیری وباله او زیاته یې کړه:
“د دغه سوداګریز مارکیټ له پرانیستې سره به د دغه ولایت د ښاروالۍ عواید بې کچه لوړ شي او د مېرمنو د اقتصادي ودې لپاره به ښې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.”
د پارون ښاروال انجینر هیبت الله مکي په وینا دغه مارکیټ په لومړي او دوهم پوړ کې ۱۳، ۱۳ دوکانونه لري او په دریم پوړ کې د یو پخلنځي او نورو اړینو ملحقاتو په ګډون د اوسېدو شپږ خونې لري، چې د دې ټولو سهولتونو په وجود کې به مېرمنو ته د ازاد بازار او اقتصادي ودې په برخه کې مثبت او ارزښتمن تمام شي.
هېره دې نه وي چې په دغه ودانۍ کې به پیر او پلور یوازې میرمنې کوي او د هغه مېرمنو لپاره د کار اسانتیاوې لري، چې د تجارت او ازاد سوداګریز بازار سره یې علاقه زیاته وي.