5467567456745675

کندهارۍ مېرمني: حکومت او طالبان دې وژني نه، سوله وکړي

neshananews

11 July 2021

لیکنه: احمدالله سمون

کندهاریو مېرمنو د یوې غونډې په ترڅ کې له حکومت او طالبانو وغوښتل، چې جګړه ودروي او سوله وکړي. دوی وايي، حکومت او طالبان دې وژنې نه، بلکې سوله وکړي.

دې ښځو تېره ورځ شنبه (د چنګاښ۱۹مه) له حکومت او وسلوالو طالبانو وغوښتل چې د سولې د خبرو په برخه کې دي بهانې نه جوړوي او ژر تر ژره دې د سولې او اوربند خبرې وکړي. دوی همداراز پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې په خبرو کې دې ښځې له صحنې نه باسي. د غونډې یوې ګډونوالې زرغونې بلوڅ وویل:

« طالبان دې نور له جنګه لاس واخلي او جګړه دې بس کړي، د سولې خبرو ته دې کېني تر څو امن راشي. موږ مېرمنو ته دې د سولې په مذاکراتو کې حق راکړل شي چې موږ هم د خپل امنیت او حقونو د تامين لپاره غږ پورته کړو.»

يو شمېر مېرمنو په ټينګار سره د جګړې له لوریو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې دې روان جنګ ودروي او د ملکې تلفاتو مخه دې ونيسي.

دې مېرمنو د افغانستان پر ګاونډيو هيوادونو غږ وکړ چې د تخريب او مداخلې پر ځای د همکارۍ لاس اوږد کړي. د غونډې ګډونوالې مظلفې جلالي په دې اړه زیاته کړه:

« له دولت او وسلوالو طالبانو مو غوښتنه دا ده چې د سولې پر لور خپل ګامونه واخلي. موږ هره ورځ خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکوو موږ تر طالبانو او حکومت موږ ډېر زیان لرو. په افغانستان کې پر لاسوهونکو هېوادونو مو غږ دی، چې په افغانستان کې لاسوهنه ودروي.»

دې کندهاریو مېرمنو د يوه پرېکړه ليک او یوه لاسلیک شوي پیغام په وړاندې کولو سره له نړيوالې ټولنې، بشري حقونو بنسټونو او ملګرو ملتونو څخه وغوښتل، چې په هېواد کې د ښځو حقونو، سولې او اوربند لپاره خپلې هڅې و نه سپموي.

مېرمنې پر داسي مهال په کندهار کې د سولې او اوربند غونډه کې چې د غونډي څخه په څو کېلومتری کې جګړه روانه وه.