د کرونا ۳۴۸ تازه مثبتې پېښې؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۳۳ تنه له کرونا جوړ شوي دي
د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۳۴۸ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره سم ټولې پېښې ۳۲۶۷۲ ته رسېدلې.
یاد وزارت وایی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ تنه له کرونا مړه شوي، چې د ټولو مړو شویو شمېر ۸۲۶ تنو ته رسېدلی. همدارنګه ۸۳۳ تنه له کرونا جوړ شوي، چې د ټولو روغو شویو شمېر ۱۹۱۶۴ تنو ته رسېدلی. د یادونې وړ ده، چې عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۸۶۸ شکمنې بېلګې کتلې.