1396090914524911412650074

په تاجکستان کې له کرونا سره بریالۍ مبارزه

neshananews

25 May 2020

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو په بېلابېلو ډولونو او تګلارو لکه؛ د کرنټین مراعتول، د روغتیایي سپارښتنو مراعتوا او په داسې نورو لارو وکولای شو، چې هم له کرونا سره بریالۍ مبارزه وکړي او هم د اقتصادي بحران مخه ونیسي.

تاجکستان هېواد، چې له افغانستان سره فرهنګي، ژبنی او ورته نور ورته والي لري یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په بریالۍ توګه یې وکولای شو کرونا ویروس کابو کړي.

د پولو بندښت، د کرنټین مراعت، له کرونا سره د مبارزې بنسټونه، له مرستندویو هېوادونو مرسته تر لاسه کول، د ښارونو دواپاشي،  اړمنو ته ژر مرستې رسول، د پیسو لپاره بانکي حسابونه، روغتیاپالانو ته لوړ امتیاز، د دولتي کارمندانو له حقونو راټولونه او له کرونا سره د مبارزې په پار لګول، د درملو تولید، روغتیایي وسایل، په مرکز کې د درې زرو بسترونو په درلودو د کرونا ناروغانو ته ځانګړي روغتونونه، په ولسوالیو کې له ۱۰۰تزړ۱۵۰بستریز روغتونونه، د زدکړیز بهیر پر تلویزون او لیکه پیلول، د عامه پوهاوي چټکتیا، د ماسک او لاسماغوګانو جبري کول او له ناروغانو او شکمنو کسانو سره د ډاکټرانو هر وخت اړیکې د دې سبب شوې، چې تاجکستان هېواد پرې کرونا ویروس کابو کړي او تر څنګ پرتو ستونزو ته یې هم لاسرسی ولري.

کله، چې کرونا ویروس اول خپور شو تاجکستان له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره پولې وتړلې. د اپرېل په میاشت کې د پنځلسو مثبتو پېښو په ثبتېدو په یاد هېواد نرم کرنټین شو، چې له کرونا څخه مخه ونیسي.

په نرم کرنټین کې د اقتصادي بحران د مخنیوي له امله هغه کسان چې دندې لري خپلو دندو ته تلای شي؛ خو روغتیایي سپارښتنې به عملي کوي. تاجکستان هېواد د پولو له بندښت سره سم شپږ زر هغه کسان کرنټین کړي و، چې له نورو هېوادونو څخه راستانه شوي وو.

تر څنګ یې د مارچ میاشتې پر اتلسمه نېټه د هېواد او په سیمه ایزه کچه له کرونا سره د مبارزې او خلکو ته د لاسرسي ډله وټاکله.

کله چې د دې هېواد په بازارونو کې د ماسکونو او نورو روغتیا ساتونکو وسایلو غوښتنې ډېرې شوې ورسره سم د یادو توکو بیې هم راټیټې شوې. دې هېواد پر کورونو کرنټین کسانو ته ځانګړي کسان وټاکل تر څو پر دوی پام وساتي.

  تاجکستان د بهرنیو هېوادونو لکه ازبکستان، قزاقستان، چین، روسیې او نورو هېوادونو پام ځان ته راواړوي او له دې هېواد سره فني او روغتیایي مرستې وکړي.

دې هېواد له کرونا سره د مبارزې په پار تر   ۱۲٫۵ میلیون ساماني، چې له  ۱ میلیون او ۲۵۰ زرو امریکایي ډالرو سره برابر دي له کرونا سره د مبارزې په پار جمه کړې دي. تر څنګ یې د تاجکستان سوداګرو هم په دې برخه کې له دولت سره د مبارزې په پار مټې رانغښتې.

قربان محمد یو تن تاجکستانی ډاکټر دی، چې د بدخشان په بهارک ولسوالي کې دنده تر سره کړي هغه وایي دی او څو نور هېوادوال یې په بدخشان، تخار او کندز کې کې دنده کوي. خپل ټول لګښت له تاجکستان هېواد څخه تر لاسه کوي. هغه وایي، چې ټولو هېوادوالو ژمنه کړې، چې له کرونا سره د مبارزې په پار به د خپل دولت تر څنګ ولاړ وي. د حکومت لوړپوړو چارواکو له خپل معاش څخه دولت ته د لېږلو پیسو ژمنه کړې او هره میاشت د دولت بانکي حساب ته د هغوی له معاش څخه پیسې ځي. همدارنګه د تاجکستان اسلامي مرکز د خلکو ټول ذکاتونه، د حج پیسې… د دولت اکاونټ ته لېږلې.

تر څنګ یې د تاجکستان ولسمشر د بهرنیو هېوادونو له مشرانو څخه غواړي تر څو ورسره مرسته وکړي او له دې سره ګڼې مرستې د تاجکستان هېواد ته ورلېږدول شوې دي.

کله چې مرستو ته اړتیا شوه له خلکو سره یې د مرستو لړۍ چټکې شوې.

د تاجکستان ولسمشر د هغه د مرستو  ۴۵ باروړونکي موټرې بدخشان، ۱۴۰ سغد، ۲۳۳ خطلان او ۴۰ وادی رشت ولسوالیو او تر څنګ یې څو نور پایتخت دوشنبې ته لېږل شوې دي.

د کرنټین په لومړي پړاو کې ټول درسونه پر لیکه او د تلویزون له لارې شول، چې اوس ټول بنسټونه خپلې زده کړې پر دې ډول پر مخ بیایي.

د کرونا په هکله عامه پوهاوی ډېر چټک شو دولت پر دې سره هڅه کوله، چې ژر کرونا ته ماته ورکړي.

ډېرو هېوادونو له کرونا سره د مبارزې په پار داسې تګلارې وکارولې، چې ژر یې کرونا ویروس کابو کړ، چې تاجکستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی؛ خو هغه هېوادونه، چې په دې برخه کې هڅه نه ده کړې او وړ تګلارې یې نه دي کارولې تر اوسه لا کرونا ته په ماته کې پاتې دي.

د شمېرنو له مخې تر اوسه په تاجکستان کې ۲۵۵۱ پر کرونا اخته شوي، چې ‌۱۰۸۹ تنه جوړ شږي او ۴۴ ترې مړه شوي.