WhatsApp Image 2019-12-30 at 12.33.48 PM

بېسواده باسواده

neshananews

30 December 2019

ډاکټر اجمل ښکلی

بېسواده باسواده يو پاراډوکس دى چې د معاصرې نړۍ واقعيت دى. نورې خبرې لاندې ليکنه کې:
فرويد ايډ د انسان هغه حيواني غريزه بولي، چې يوازې خوند پېژني. دا خوند که په فحش ويلو ترلاسه کېږي، که د بل په بربادولو يا په جنسي تېري او…؛ خو د انسان د شعور سوپر ايګو يا وجدان د غريزې مخه نيسي او د انسان د حيثيت، اخلاقو او نورو موضوع مطرح کوي.

که پر انسان غريزه غالبه شي، په افراطي بڼه بېلارې کېږي او که سوپر ايګو پرې غالبه شي، په افراطي بڼه پارسا شي. غريزه او سوپر ايګو د ايګو په لاس همغږي کېږي، چې هم د خوند اړتيا ته ګوري او هم حيثيت او بقا ته.

په ماشومتوب کې د سوپر ايګو کار مور و پلار او په ښوونځي کې ښوونکى ترسره کوي، چې ماشوم ته لار ښيي، چې څه وکړي او څه و نه کړي. په غټوالي کې دا کار دولت د نصاب او په نورو بڼو ترسره کوي. په اوسنۍ نړۍ کې د سوپر ايګو کار رسنۍ کوي.

د دې مانا دا ده، چې د هر هغه څيز په اړه چې انسان ته نااشنا وي او انسان يې په ګټه تاوان خبر نه وي، د يوه چا لارښوونې ته اړتيا لري. ماشوم چې د بورې له زيانه خبر نه دى، څوک يې بايد مخه ونيسي او دا څوک لومړى مور و پلار دي. په دې مخنيوي کې دا تصور پروت دى، چې ماشوم ناپوه دى او دا تصور هره هغه سرچينه لري، چې لارښوونه يا وکړه مه کړه(امر او نهي) کوي. خطيب دا تصور لري، چې د ټولنې وګړي اميان دي، چې خپله ښه بده نه پېژني. موږ ته د دين په بڼه دا مسؤوليت راسپارل شوى، چې د دوى فکر و چلن ته لورى ورکړو يا د دوى په وينا، ايمان يې سالم کړو؛ خو پوښتنه دا ده، چې په اوسنۍ انټرنيټي نړۍ کې هم ګنې هر مقتدي امي دى؟

دولت د خپلو ارګانونو په مټ له فرد سره همغه کار کوي، چې مور و پلار يې له ماشوم او خطيب يې له مقتدي سره کوي. دولت د قضا، قوانينو، نصاب، دولتي رسنيو او نورو په ذريعه دا ادعا لري، چې افراد د ټولنيزې ګټې لپاره سره همغږي کوي.

په دې ټولو بڼو کې د انسان يوه ګډه ځانګړنه پرته ده او هغه ناخبري ده. يوازې ماشوم ناپوه ه نه دى، بلکې غټ هم په ټولو برخو کې معلومات نه لري او چې معلومات نه لري، نو د ماشوم غوندې دى، چې د چا لاسنيوي ته اړتيا لري. په مدرسه يي کلچر کې د ماشوم او امي او په ښوونيز نظام کې د ماشوم او زده کوونکي توپير نه کېږي.
په معاصره نړۍ کې چې رسنۍ د دولت له انحصاره وتي او شخصي شوي، د انسان د ناخبرۍ له همدې حسه استفاده کوي او دا تشه په خپلو ايډيالوژيکو معلوماتو ډکوي.

دا رسنۍ يوه دوه نه دي، بلکې يو هجوم دى، چې هره شېبه او هر چېرته د فرد مخې ته راځي او ځان پرې لولي، اوري او ويني. د دې ټولو رسنيو هڅه دا ده، چې له افرادي قوې نه پخپله ګټه استفاده وکړي. په دې ډول، باسواده انسان په يوه منفعل شخص اوړي او له بېسواده سره يې توپير ختمېږي.

باسواده مازې هغه کس نه دى، چې لوست کولاى شي، بلکې هغه کس دى چې فکر کولاى شي. رسنۍ د باسواده فرد له همدې ځانګړنې استفاده کوي او هڅه يي دا وي، چې فرد د دوى له لارښوونې سره سم فکر وکړي. د دې کار لپاره رسنۍ د مخالف فکري نظام پر کمزورو اړخونو بريد کوي، شني يې او فرد ته داسې ښيي، چې مخالف فکر دا نيمګړتياوې لري او ستا او ستا د ټولنې په تاوان دى. داسې نو رسنۍ د فکر پړى په خپل لاس کې اخلي او د دې لپاره چې مخالف کس راواړوي يا ورسره فرد له ځان سره وساتي او احساسات يې تشديد کړي، بېدرېغه معلومات او شواهد مصرفوي، چې فرد له دې جاله د وتو هېڅ لار و نه مومي.

په دې ډول يو باسواده کس په بېسواده وګړي بدل شي، چې فکر کوي، چې فکر کولاى شي؛ خو په اصل کې فکر بل څوک کوي، دا يې مازې مصرفوي او دا دمصرفي فرهنګ ځانګړنه ده، چې خپل فکري توليد نه لري، د بل افکار اخلي.

له افرادي قوې نه د استفادې لپاره رسنۍ واقعيتونه مسخه کوي، بلکې واقعيتونه په خپل لاس کې اخلي. له دې سره واقعيت له فيزيکي حالته ماورا او د رسنيو په جال کې نښلي. په پوسټ ماډرنيزم کې واقعيت په همدې تعبير متنوع اړخونه لري. يو واحد واقعيت نشته، بلکې متنوع تعيبرونه دي، چې د ميشل فوکو په خبره د ډسکورس په بڼه راڅرګندېږي. بادريا دې رسنيزو واقعيتونو ته Hyper Reality وايي، چې فيزيکي وجود نه لري.

اوسنۍ پوسټ ماډرن نړۍ له معرفت سره د سياست پټه او کله نامستقيمه اړيکه چې په ماډرنيزم کې دود وه، راښکاره او مستقيمه کړه. دلته ټول هغه معلومات چې په ظاهر پکې سياسي موخه نه ښکاري، هم د سياسي موخو لپاره کاريږي.
خو د بېسواده او باسواده ترمنځ يو مهم توپير شته او هغه دا چې د باسواده د اوښتون وېره د ځوړندې تورې غوندې تل د استفاده کوونکي پوړ پر سر ځړېږي او دا د زده کړې د اهميت ښه دليل دى. له بېسواده نه استفاده ډېره اسانه ده او په ډېرو کمو او سطحي امکاناتو ترې ډېر وخت يا تل استفاده کېداى شي، چې آن فکر به کوي، چې همدا واقعيت دى؛ خو باسواده چې مخالف متون لوستاى شي، تل پر خپل نړۍ ليد او ايډيالوژۍ راګرځېداى شي. پاکستاني نصاب او رسنيو پرله پسې څو لسيزې د دې هېواد د بقا لپاره له افرادو استفاده وکړه؛ خو کله چې لوستو افرادو بېدرېغه متونو ته لاسرسى وموند، د خپل فکر خامۍ ته متوجه شول.

په معاصره نړۍ کې د رسنيو د موثريت يو لامل ګڼوالى دى. رسنۍ دومره ډېرې دي، چې فرد ترې هېڅ ځاى خوندي نه دى او دا ګڼوالى هغه هجوم ته ورته دى، چې يو لښکر يې په يوه وړوکي ښار وروړي. که په ټولنه کې تقليد عام وي، افراد په اسانه د رسنيو د هجوم ښکار کېږي؛ خو که انتقادي فکر عام وي، رسنيو ته له فرده استفاده په ننګونه اوړي.
د رسنيو د ناسم اغېز د مخنيوي طريقه دا ده، چې رسنيز معلومات وشنو؛ خو د معلوماتو د دومره هجوم شننه کله اسانه ده. د معلوماتو بېله بېله شننه رښتيا هم اسانه نه ده؛ خو که يې ډلبندي کړو؛ راته اسانېږي. د دې ټولو معلوماتو ترمنځ پټې اړيکې شته، چې د معلوماتو د پردې تر شا لاس په کار دي. د رسنييزو معلوماتو پل څو معلومو سرچينو ته رسي. که له دې ايډيالوژيو او نړۍ ليدونو سره اشنا اوسو، د رسنيزو معلوماتو شننه راته اسانېږي، ځکه چې يو فکر د څو رسنيو له مورچله د توپک خوله راخلاصه کړې. يا به داسې ووايو، چې په دې خاطر چې فرد د وتو لار و نه مومي، يو فکر له بېلابېلو رسنيو سترګکونه وهي. دا رسنۍ په ظاهره مختلف نومونه لري؛ خو دا مازې لېبلونه يا ماسکونه دي، چې ترې لرې يې کړې، دننه پکې همغه اچار دى، چې په دې بل ډبي کې دى.
نو د رسنيو له ناسم اغېز نه د خونديتوب لپاره له دوو لارو استفاده کولاى شو، يوه ډلبندي او بله شننه ده. مختلفې رسنۍ د خپلو سرچينو له مخې ډلبندي کولاى شو، کومې کومې رسنۍ له کومې سرچينې خړوبېږي. کله چې سرچيه وپېژنو، د رسنيو وړاندې کړي معلومات شنلاى شو او په دې ډول ورسره د باسواده کس چلن کولاى شو. د دې چلن بنسټ خپلواک انتقادي فکر دى، چې په مټ يې فرد د رسنيو پر وړاندې کړيو نيمو رښتياوو پوهېداى او بشپړولاى شي.

د دې طريقې يوه بله ګټه دا ده، چې فرد له رسنۍ سره خپله اړيکه معکوسوي. د دې پرځاى چې رسنۍ له فرد نه استفاده وکړي، فرد له رسنيو نه په خپله ګټه استفاده کوي او د خپلې مبارزې او فکري بډاېنې لپاره ترې د سرچينې په توګه ګټه اخلي.