WhatsApp Image 2021-06-09 at 10.08.38

یوناما په بغلان کې د ماین پاکۍ موسسې پر کارکوونکو برید وحشیانه جنایت بللی

neshananews

10 June 2021

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیال دفتر(یوناما) په بغلان کې د ماین پاکۍ موسسې پر کارکوونکو برید وحشیانه جنایت بللی دی.  یوناما تېره شپه (چهارشنبه، د غبرګولي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ټولې هغه ډلې چې وايي، په افغانستان کې سوله غواړي باید ورته وحشیانه بریدونه ودروي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې ناپېژاندو وسلوالو په بغلان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې(هالوټرسټ) پر کارکوونکو برید وکړ، چې د دې موسسې لس تنه یې ووژل او تر شل زیات یې ټپیان کړل.

د هالوټرسټ موسسې رییس خبریالانو ته ویلي، چې پر دې موسسې برید کوونکي د ننه د هزاره‌ګانو په لټه کې وو. د هغه په وینا په دې پېښه کې ډېر وژل شوي هزارګان دي. یوناما دفتر وايي هغه ډلې، چې د هېواد کنټرول یې په لاس کې دی باید اجازه ور نه کړي، چې له افغانانو سره ورته چلند وشي.

یاد بنسټ له دولت او طالبانو غوښتي، چې د یوې سیاسي لارې په موندلو په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د سولې لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې طالبانو موخن او ډلییز بریدونه زیات کړي دي. په هېواد کې تاوتریخوالي په داسې وخت کې زیات شوی، چې پنځوس سلنه امریکايي ځواکونو افغانستان پرېیښی.