تلفات-ملکی

امنیت شورا: طالبانو په تېره اوونۍ کې ۲۳ ملکي وګړي وژلي

neshananews

11 July 2020

ملي امنیت شورا نن (شنبه،چنګاښ، ۲۱)  ویلي، چې طالبانو په تېره اوونۍ کې ۲۳ ملکي وګړي په ۱۶ ولایتونو کې وژلي او ۴۵ یې ټپیان کړي دي. ملي امنیت شورا د دې شمېر په خپرولو ویلي، تاوتریخوالی هغه څه دی، چې افغان دولت یې تل پر کمښت ټینګار کړی؛ خو طالبانو پام نه دی ورته کړی او د بېګناه خلکو وژنې ته یې دوام ورکړی دی.

د یادې شورا په خبرپاڼه کې راغلي، تېره اوونۍ طالبانو په ۱۶ ولایتونو کې ۲۴۸بریدونه کړي، چې ډېر يې په ننګرهار کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له امریکا سره د هوکړې پر وخت په افغانستان کې د تاوتریخوالي د راکمولو ژمنه کړې ده؛ خو اوس افغان دولت طالبان د دوحې د ژمنو پر ماتولو تورنوي.تاوتریخوالی هغه موضوع ده، چې په بین الافغاني خبرو کې به هم بحث پرې کېږي. تر اوسه پورې د بین الافغاني خبرو لپاره دولت د طالبانو تر څلور زرو زیات زندانیان خوشې کړي دي؛ خو دولت ټينګار کوي، چې شاوخوا شپږ سوه طالب زندانیان نه خوشي کوي. د یادونې وړ ده، چې تر اوسه کره نه ده معلومه، چې بین الافغاني خبرې به چېرته او په کوم تاریخ پیل شي.