جاوید-فیصل-1

د امنیت شورا ویاند: طالبانو د تاوتریخوالي کمښت تر اوونۍ وروسته هره ورځ ۴۴ بریدونه کړي

neshananews

30 June 2020

د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت تر اوونۍ وروسته هره ورځ په هېواد کې ۴۴ بریدونه کړي دي.

د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، په دې بریدونو کې هره ورځ شاوخوا ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي یا ژوبل شوي دي. ښاغلی فیصل وایي، بین الافغاني خبرې په تاوتریخوالي پورې تړلې دي.

طالبانو د تېر کال کب میاشتې په لومړیو کې تاوتریخوالی راکم کړ؛ خو اوس یې بېرته په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه لوړه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د قطر دفتر استازو په یوه وېډیویي کنفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره خبرې کړې دي.

که څه هم امنیت شورا طالبان تاوتریخوالي په کمښت کې پاتې بولي؛ خو طالبان وایي، چې افغان دولت د بندیانو په خوشې کولو کې د ځنډ له امله بین الافغاني خبرې له ځنډ سره مخ کړې.