د بلخ د صرافانو رییس تښتول شوی
د بلخ امنیتي چارواکي وايي، د کفایت مارکېټ د صرافانو رییس حاجي عبدالقیوم په مزارشریف ښار کې تښتول شوی دی. د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل دا خبر تایید کړی. د هغه په وینا حاجي عبدالقیوم نن ( سهشنبه، تله، ۱) د مزارشریف ښار له درېیمې حوزې څخه هغه وخت تښتول شوی، چې له کور څخه د جومات پر لور روان و.
عادل وايي، سیمه تر څارنې لاندې ده او پولیسو د سیمې اړوندې ټولې امنیتي کېمرې هم څارلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په مزار شریف کې د جنايي جرمونو د زیاتېدو له امله د یاد ښار اوسېدونکو ګڼ اعتراضونه وکړل، چې په پایله کې یې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي یاد ولایت ته ولاړ او هلته یې د پولیسو اته کارمندان په دنده کې د ناغېړۍ له امله له دندو ګوښه کړل.