خشونت-880x550

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: په تېرو شپږو میاشتې کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۲ پېښې ثبت شوې دي

neshananews

19 July 2020

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د یوه راپور پر بنسټ وايي، چې په روان میلادي کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۲ پېښې ثبت شوې دي.

د یادې کمېټې مشر نجیب شریفي نن ( یکشنبه، چنګاښ، ۲۹) په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د روان کال په تېرو شپږو میاشتو د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۲ پېښې ثبت شوې، چې له تېر سره په پرتله د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی دی.

د نوموړي په وینا په دې پېښو کې دوه د وژنو، یوولس د ژوبلې، شپږ د وهنې ټکونې، درې د سپکاوي، اووه د ګواښونو، څلور د تښتونو، دوه د غلا او یوه یې له خبریالانو سره د غیرقانوني چلند پېښې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې طالبان او داعش د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د اتلسو پېښو مسوول دي.

ښاغلی شریفي همداراز د سولې په خبرو کې له خبري کوونکي پلاوي غواړي، چې پر رسنیزو ارزښتونو او د خبریالانو پر خوندیتوب ټینګار وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ارګ ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې دولت به د سولې په خبرو کې په کلکه د خبریالانو د حقونو دفاع کوي.