په هلمند کې د لسو راډیوګانو او څلورو ټلویزونونو فعالیتونه درېدلي
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه (AJSC) وايي، په هلمند یو شمېر راډيوګانو او ټلویزونونو خپل فعاليت درولی دی.
په جنوب کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په هلمند کې د روانې سختې جګړې له امله لسو راډیوګانو او څلورو ټلویزیونونو خپل فعالیتونه درولي دي.
په لوېديځ کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر احمد لودین په خبره، د یادو رسنیو د کارمندانو او خبریالانو امنیت خوندي نه دی او له روان حالت څخه اندېښنه لري. دوی په راتلونکي کې هم په سیمه کې د دې خبریالانو ژوند او امنیت ته اندېښمن دي.
ښاغلی لودین وايي، چي د جګړې دواړه لوري دې د رسنیو او خبریالانو خونديتوب ته پاملرنه وکړي.
د نوموړي په وینا، که د جګړې پر مهال خبريالانو ته ستونزه پېښه شي د جګړې د دواړه لوري به ځواب ویونکي وي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېري یوې اوونۍ راهیسې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د طالبانو او افغان امنیتې ځواکونو تر منځ درنه جګړه روانه ده؛ د معلوماتو له مخې ملکي وګړيو ته هم پکې ځاني او مالي زیان اوښتی دی.
همدارنګه د جګړې دواړه لوري يو بل ته د درنې مرګژوبلې خبر ورکوي.