په هلمند کې طالبانو د دوی له خوا نیول شوی خبریال خوشي کړی
په لوېديځ کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر احمد لودين وايي، د سباوون خصوصي راډیو تلویزون خبریال میوند مېړنی وسلوالو طالبانو خوشي کړی او ژر به له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.
ښاغلي لودین نن چهارشنبه (د زمري ۱۳مه) خبر ورکړی چې د سباوون محلی راډیو خبریال میوند مېړنی چې پرون ورځ طالبانو نیولی و؛ نن يې د رسنيو د ملاتړ ادارو په غوښتنه خوشي کړی دی.
ياده دې وي له تيرې يوې اوونۍ راهيسې د هلمند په لښکرګاه ښار کې جګړه روانه ده؛ چې ورسره په یاد ښار کې د ټولو رسنيو فعاليتونه درېدلي دي.