ملي امنيت په کندهار کې څلور خبريالان نيولي
په کندهار کې د يوې محلي راډيو مسوولین وايي، د کندهار ملي امينت څلور خبريالان نيولي دي. د دوی په خبره پرون د ملت غږ محلي راډيو خبریالان بسم الله وطندوست، قدرت الله سلطاني او محیب الله د قومي وژنو د څېړنيز راپور د چمتو کولو لپاره د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ ته چې د طالبان تر ولکې لاندې ده تللي وو.
د راډيو د مسوولینو په خبره نن دوشنبه (د زمري ۴مه) سهار د دې خبريالانو تر څنګ د شېنوا اژانس عکاس ثناء الله صیام هم و، چې له سپين بولدک څخه کندهار ښار ته پر لاره د ملي امنیت ځواکونو نیولي دي.
کندهار کې د نی یا د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې مشر سمېع غیرتمل وايي، چې دوی له امنیت شورا او نورو ادارو سره په اړيکه کې دي تر څو ياد خبريالان ازاد کړل شي.
د کندهار د ملي امنیت ریاست بیا وایي، دوی د ملي امنیت شورا په امر دا څلور تنه خبریالان نیولي.
د کندهار خلک؛ افغان وژنه بس کړئ!
8 Aug 2021
په کندهار کې يو رنځورپال وژل شوی
7 Aug 2021
کندهار کې په شخصي لګښت يو کتابتون جوړ شوی
7 Aug 2021