د هرات د پیر۱۰۱۴ تلین
خواجه عبدالله انصاري، چې د هرات په پیر هم پېژندل کېږي د پنځمې هجري پېړۍ صوفي او عرفاني شخصیت و. نن یې د ۱۰۱۴تلین دی. په دې مناسبت د هرات والي او یو شمېر فرهنګیانو د هغه پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښودې.
په هرات کې د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو انسټیوټ مشر دواوود عرفان وايي، چې له دې کار څخه یې موخه نوي نسل ته د هرات د پیر ورپېژندل دي. هغه وايي، چې که څه هم د کرونا ویروس له امله سږ کال د خواجه عبدالله انصاري یادغونډه نه وشوه؛ خو یو شپه به د خواجه انصاري پر نوم(د خواجه شپه) په هرات کې جوړوي.
په ورته وخت کې د هرات والي وايي، چې له څېړندویو مرکزونو او څېړونکو سره به په ګډه هڅه کوي، چې خواجه انصاري نوي نسل ته ورپېژني، د هغه له اثارو خلک ګټه واخلي او و یې لولي.
خواجه عبدالله انصاري په ۳۵۸لمریز کال کې په هرات کې نړۍ ته راغلی او په ۴۶۷کال کې وفات شوی. له هغه څخه شاوخوا پنځهویشت ادبي او عرفاني اثار پاتې دي، چې مناجاتنامه یا الهینامه یې پکې نامتو اثر دی. دا چې خواجه عبدالله به ډېر وخت په هرات کې اوسېده؛ نو ځکه د هرات د پیر پر نوم مشهور دی.