خشونت-علیه-زنان-880x550

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوولس سلنه کم شوی

neshananews

26 November 2020

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په تېرو لسو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۴۷۷ قضیې ثبت شوې دي. یاد کمېسیون نن(پنجشنبه، د لیندۍ ۶) په کابل کې یوې خبري ناستې ته دا شمېر په ډاګه کړی. د یاد راپور پر بنسټ د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د تېر کال په پرتله یوولس سلنه راکم شوی.

یاد کمېسیون عدلي او قضايي بنسټونو ته د ښځو لاسرسی، ناامني، او کرنټين هغه لاملونه ښيي، چې د ښځو د قضیو پر ثبتولو یې اغېز کړی دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د شمېرنو له مخې ۲۱۴ د فزیکي تاوتریخوالي قضیې دي او ۱۶۷ یې د وژنو دي.

د دې راپور پر بنسټ ۱۳۷۶ پېښې په کابل، ۳۴۰ په کندهار، ۲۸۷ په بلخ، ۲۱۸ په ننګرهار، ۲۰۹ په هرات، ۱۵۹ په دایکندي او نورې یې په نورو ولایتونو کې ثبت شوې.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ناوړه دودونه، ناامني، په لرې پرتو سیمو کې د دولت د حاکمیت کمزوري، فساد او ورته نور د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوال لاملونه ګڼي.

د یادونې وړ ده، چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۹۰۰ قضیې ثبت کړې وې. که څه هم په دې شمېر کې سږ کال یوولس سلنه کموالی راغلی؛ خو یوناما پرون ویلي وو، چې باید په افغانستان کې باید ژر تر ژره د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ودرول شي.