WhatsApp-Image-2020-04-21-at-10.59.02-AM-880x550

د کرونا زیاتوالی؛ د میمنې ښار بشپړ کرنټين شو

neshananews

21 April 2020

د فاریاب ولایت له کرونا سره د مبارزې کمېسیون له پرېکړې سره سم میمنه ښار بشپړ کرنټين شو. د پرېکړې له مخې به په یاد ښار کې د خوراکي توکو له پلورنځيو پرته نور ټول پلورنځي تړلي وي. دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا ویروس له زیاتېدو سره په ښار کې هر اوونۍ دوه ځله د عفونیت ضد مایع شیندل کېږي. د فاریاب د عامې روغتیا ریس نعیم مصمم، له نشانه نېوز سره په خبرو کې وویل:

« د میمنې ښار په بشپړه توګه کرنټين شو. د پولیسو په همکاري به نن هم په ښار کې دوا وشیندله شي.» د نوموړي په وینا پرون هم په میمنه ښار کې د کرونا ویروس دوه شکمنې پېښې ثبت شوې، چې اړوند کسان له تخار څخه میمنې ښار ته راغلي وو.

د یادونې وړ ده، چې په تېره اوونۍ کې دا دویم ځل دی، چې په میمنه ښار کې دوا شیندله کېږي. په ورته وخت کې د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش نشانه نېوز ته ویلي:

« خلک باید د عامې روغتیا سپارښتنو ته پام وکړي؛ نن به پولیس په ښار کې له بېځایه ګرځېدو مخنیوی کوي. که خلک سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.» د هغه په وینا په پلورنځيو کې یواځې د خوراکي توکو پلورنځيو ته د فعالیت اجازه ده.

تر اوسه په فاریاب کې د کرونا ویروس څلور مثبتې او تازه یې ۲۲مشکوکې پېښې ثبت شوې دي. له ناروغانو څخه یې یو ښه شوی او د شکمنو کسانو پایلې لا تر اوسه نه دي معلومې.