WhatsApp-Image-2020-05-03-at-9.34.27-AM-880x550 (1)

طالبان له ترکمنستان څخه د راغلیو مرسته باج اخلي؛ مرستې د فاریاب پر لویه لاره درول شوې

neshananews

05 May 2020

د فاریاب امنیتي مسوولین وايي، طالبانو له ترکمنستان څخه د راغلیو مرستو لارۍ د اندخوی او میمنې تر منځ پر لارې درولې او له هغوی څخه یې یو څه مواد له ځان سره وړي دی. د دوی په وینا لارۍ د شرین تګاب ولسوالۍ اړوند په لومړۍ نمبر شاهراه باندې درول شوې دي. د فاریاب د والي رسنیز دفتر دا خبره مني او وايي، چې طالبانو د مرسته شویو توکو لس سلنه له ځانه سره خپلو نظامي پټنځایونو ته وړې دي او له مرستو بار موټرونه یې په سیمه کې ګرمۍ ته درولي دي. د فاریاب ولایت د رسنیو مسوول احمدجاوید بیدار له نشانه نېوز سره په خبرو کې ویلي:

« د فاریاب سیمه‌ایز دولت پرېکړه کړې وه، چې خوراکي توکي بې له دې، چې امنیتي وضیعت په پام کې ونیول شي د طالبانو تر واک لاندې سیمو خلکو ته ولېږي؛ خو طالبانو موټرې درولې او د شرین تګاب ولسوالۍ له برخه یې لس سلنه خوراکي توکي وړي دي.»

ښاغلی بیدار وايي، چې دا د فاریاب له خلکو سره د روژې په مناسبت د ترکمنستان هېواد مرسته ده طالبان باید ورته چلند ورسره و نه کړي او نه هم باید سیاسي ګټه ترې واخلي. نوموړی وايي، چې موټرې تر اوسه لا د طالبانو په واک کې دي؛ خو هڅه کېږي، چې بېرته د فاریاب مرکز میمنې ښار ته راوستل شي. د هغه په وینا په دې مرستو کې هګۍ او سبزي ده، چې تر دېرش درجې په پورته تودوخه کې باید نه وساتل شي؛ خو طالبانو دا کار کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې مرستو کې سبزي، چاکلېټ، څښاک، بیسکوټ، هګۍ شامل وو، چې د ترکمنستان له لوري د فاریاب سیمه‌ایزو چارواکو ته د افغان دولت په استازیتوب تسلیم شوې وې. د یادونې وړ ده، چې د دې مرستو د وېش صلاحیت د ولسمشر له دویم مرستیال محمدسرور دانش سره دی.

پر دې سربېره د اندخوی ولسوال سلطان سنجر وايي، چې تېره سې شنبه هم طالبانو په اندخوی کې د خوراکي توکو یو موټر درولی و، چې د سیمې د مشرانو په منځګړیتوب یې بېرته خوشي کړ. طالبان تر دې مخکې هم پر دې لاره پر برمته کولو او باج اخیستنې تورن دي.