رحماني: په فاریاب کې لانجې تروریستې کړنو ته زمینه برابروي باید ژر پای ته ورسېږي
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وایي، په فاریاب کې لانجې تروریستې کړنو ته زمینه برابروي باید ژر پای ته ورسېږي.
ښاغلی رحماني نن (دوشنبه، د غبرګولي ۳مه) د استازو په عمومي غونډه کې ویلي، چې د فاریاب لانجې د اندېښنې وړ دي.
ښاغلی رحماني وایي، د ولسوالیو سقوط او راولاړې شوې لاننجې له یو بل سره تړاو لري.
رحماني وایي، دولت او سیاسیون باید د والي د ګومارلو پر سر راولاړې شوې لانجې حل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې یوې میاشتې راپدېخوا په فاریاب کې د والي د ګومارنې پر سر ناندرۍ روانې دي.
لاریونوال وایي، نوی ټاکل شوی والي د فاریاب له جغرافیې سره نه دی بلد او نه شي کولای فاریاب د دولت تر واک لاندې وساتي.
حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.