عبدالله-و-بایدن

عبدالله د امریکا په ټاکنو کې د جو بایډن د بریا له امله نوموړي ته مبارکي وویله

neshananews

08 November 2020

د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د امریکا متحده ایالتونو په ټاکنو کې د ګټونکي ولسمشر جو بایډن د بریا له امله نوموړي ته مبارکي وویله. ښاغلي عبدالله نن(یکشنبه، د لړم ۱۸) پر خپله ټوېټرپاڼه ښاغلي بایډن ته د مبارکۍ تر څنګ د امریکا په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون تاریخي پرېکړه بللې.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني هم ښاغلي بایډن ته د امریکا په ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماند جو بایډن خپل جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډ ټرمپ ته د لس میلیونه رایو په توپیر ماته ورکړه؛ خو ښاغلی ټرمپ دا ماته نه مني او وايي، چې په ټاکنو کې درغلي شوې.

بل خوا ښاغلي بايډن تر بریا وروسته پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې نوموړی د ټاکنو ګټونکی دی او غواړي، چې د امریکا د دولت او خلکو تر منځ، چې په تېرو څلورو کلونو کې کوم واټن رامنځته شوی له منځه یې یوسي.