نیروهای-خیزش-مردمی

ننګرهار: طالبانو په برید کې دوه ولسي پاڅونوال وژل شوي او پنځه ټپیان دي

neshananews

01 July 2020

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د یاد ولایت په نیازیانو ولسوالۍ په للمې سیمه کې ګڼ شمېر وسلوالو طالبانو، چې زیات یې پاکستانيان و، د ولسي پاڅونوالو پر پوستو بریدونه وکړل.

د ننګرهار د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ځوابي بریدونو کې لسګونه طالب جنګیالي وژل شوي، چې د دوو جسدونه یې پر میدان پاتې شوي.

د یاد دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې بریدونو کې د ولسي پاڅون دوه سرتېري هم وژل شوي او پنځه ژوبل شوي دي.

ننګرهار د هېواد په ختیځ کې پروت ولایت دی، چې د وسلوالو طالبانو تر څنګ داعش جنګیالي هم پکې وخت ناوخت پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.