هرات-8-880x490

هرات؛ د عید په مراسمو کې له وژونکو بریدونو اندېښنې

neshananews

23 May 2020

د هرات اوسېدونکي په اختر کې وژونکو بریدونو او وسلوالو غلاوو ته اندېښمن دي. هراتیان وایي طالبانو په وروستیو کې بریدونه زیات کړي دي هسې نه د اختر په ورځو کې د خلکو پر مراسمو کې چاودنې وکړي. په ورته وخت کې د هرات اوسېدونکي له سیمه ایز دولت او امنیتي ځواکونو څخه غواړي، چې په اختر کې د خلکو امنیت ته پام وکړي.

یو تن فیروزاحمد بهزاد وایي، چې هرات مېشتي امنیتي ځواکونه باید د خلکو امنیت ته زیاته پاملرنه وکړي. یو بل تن صفی الله وایي که څه هم سږ کال په هرات کې کرونا ویروس ګڼه ګوڼه کمه کړې؛ خو بیا هم د وژونکو بریدونو وېره شته.

بل خوا د هرات امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د امنیت ټینګښت خبر ورکوي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي امنیتي ځواکونو ته امر شوی، چې چمتو واوسي.

همدارنګه د هرات امنیتي چارواکي وایي لسګونه کسان یې د وسلوالو غلاوو په تور شاوخوا ۳۵۰ تنه نیولي دي.