یمگان

په بدخشان کې د خلکو پر کورونو د طالبانو له بریدونو اندېښنې

neshananews

21 May 2020

د بدخشان سیمه ایز مسوولین وایي، چې طالبانو په جرم، وردوج او یمګان کې ماتې خوړلې او اوس یې د ملکي وګړو پر کورونو بریدونه پیل کړي دي.
د دوی په وینا طالبانو درې شپې مخکې د دوشنبې په ورځ په بهارک کې پر یوه کور برید کړی او د بریالي پر نوم یو تن د هغه دوه لوڼې او د هغه یو زوی یې ټپیان کړي دي.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وایي، چې ټپیان اوس په فیض اباد روغتون کې دي او د حسینا پر نوم د یوې جینۍ روغتیایي حالت نازک دی. هغه وایي طالبان له امنیتي ځواکونو څخه د بدل په موخه پر ښځو او ماشومانو هم رحم نه کوي.
تر څنګ یې د خیرالله پر نوم یو سرتېری، چې د اختر په رخصتیو کې کور ته راغلی و له کوره ویستل شوی او د کور په ۱۰۰میترۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري پر مرمیو ویشتل شوی. د بهارک ولسوالي مسوولین وایي، چې زیاتې وژنې د طالبانو ډلې له لوري تر سره کېږي.
بهارک د بدخشان په جنوب ختیځ کې د وردوج ولسوالي تر څنګ پرته ده او د دې ولایت د ۱۲ ولسوالیو لاره پرې وربرابره ده. طالبانو پر دې ولسوالۍ ګڼ بریدونه کړي؛ خو یواځې یو ځل بریالي شوي، چې د څو ساعتونو لپاره دا ولسوالي ونیسي بیا د دې ولسوالۍ پر نیولو نه دي بریالي شوي.