1211899_941-880x550

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې دې پر ملکي وګړو د بریدونو لاملین مجازات شي

neshananews

17 June 2021

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې پر ملکي وګړو بریدونه غندلي او د هغوی د لاملینو د نیولو غوښتنه یې کړې.
د بښنې نړیوال سازمان پرون (چهارشنبه، د غبرګولي ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان کې تر یوه اوونۍ په کمه موده کې ۲۴ملکي وګړي وژل شوي.
یاد سازمان په ننګرهار کې د څلورو واکسیناتورانو وژنې ته اشاره کړې، چې د یاد ولایت اوسېدونکو ته یې خدمت کاوو.
د یاد سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ننګرهار کې داسې وخت پر واکسیناتورانو برید شوی، چې دوه ورځې ترې مخکې د کابل په لوېدیځ کې دوو چاودنو ملکي وګړي په نښه کړل. په دې چاودنو شاوخوا اووه ملکي وګړي ووژل شول او شپږ ټپیان شول.
د بښنې نړیوال سازمان له حکومته غوښتي، چې پر ملکي وګړو د وحشیانه بریدونو لاملین ونیسي او سزا ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په هېواد کې ملکي زیان زیات شوی. که څه هم طالبان په موخنو بریدونو کې لاس لرل ردوي خو دولت یې د طالبانو کار ګڼي.